fbpx

اکشی کومار خپل راتلونکی فلم اعلان کړ

خبریال وېبپاڼه / ۱۱ سپټمبر ۲۰۱۹ – د هند سینما وتلي او مشهور فلمي ادا کار اکشي کومار وړمه ورځ د خپلې زوکړې د کلیزې د لمانځلو پرمهال خپل راتلونکی تاریخي فلم (Prithviraj) اعلان کړ.

اکشي کومار د دوشنبې په ورځ ۵۲ کلن شو او د خپلې زوکړې د ۵۲ کلیزې په لمانځغونډه کې خپلو پلویانو او مینوالو ته راتلونکی تاریخي فلم (Prithviraj) ډالۍ کړ.

د اکشي کومار دغه تاریخي فلم چې نوموړی مرکزي رول پکې لري، د یاش راج فلم تر چتر لاندې جوړېږي.

په دغه فلم کې اکشي کومار د سمرت پریتویراج چوهان په رول کې لوبېږي.

پریتویراج د چاهامانا یو له زړورو واکمنانو څخه و، چې په ۱۱۹۲ کال له غوریانو سره سخت وجنګېد؛ غوریانو هغه مهال پر هند باندې د برید هڅه کړې وه.

اکشي کومار د دغه فلم په اړه وايي: «ډېره خوښ یم او زما لپاره ویاړ دی، چې د هند د یوه زړور او شجاع پاچا پریتویراج چوهان رول په دغه فلم کې لوبوم.»

ده زیاته کړه، موږ باید د یوه ملت په توګه همېشه خپل اتلان ولمانځو او هغه څه ترسره کړو، چې زموږ اتلانو ترسره کړي دي.

نوموړي د چوهان په اړه وویل: «پریتویراج چوهان هغه څوک و، چې د یوه بې رحمانه او ظالم حرکت او دریځ پر وړاندې ودرېد او نن دا دی د هند ملت لپاره یو اتل دی.»
اکشي کومار د دغه فلم د نورو ادا کارانو او لارښوونکو په اړه توضېحات نه دي وړاندې کړي.

د یادونې وړ ده، چې د اکشي کومار لخوا د هند د خپلواکۍ په ورځ د میشن منګل په نوم فلم په تیاتر کې نندارې ته وړاندې شو، چې ریکارډ یې جوړ کړ.
په میشن منګل فلم کې د ادا کارۍ دنده اکشي کومار او ویدیا بالن په غاړه لري.

دغه فلم په لومړۍ ورځ ۲۹،۱۶ کروړه هندۍ کلدارې وګټلې.

یاد فلم په پینځو ورځو کې په ریکارډي توګه له سل کروړه زیاتې هندې کلدارې ګټلې دي.

اکشي کومار د خپل میشن منګل فلم په اړه ویلي و: «زه نه پوهېدم چې دا فلم به دومره مشهورېږي یا نه، خو څومره چې زه پوهېږم د ۱۵۰ څخه زیاتو فلمونو کې مو کار کړی دی، خو د دې په شان فلم ما نه وو لیدلی او دا زما ترټولو ښه فلم و، چې زه ور باندې ډېر ډېر فخر کوم.»
په دې فلم کې ټاپسي پانو، سونکشي سېنا، کرېتي کولهاري او نېټیا مېنن د ښځینه ساینسوپوهانو په توګه کار کړی دی.

یوه هندوستاني سوداګر او څېړونکي د اکشي کومار د میشن منګل فلم په اړه ویلي و، که چېرې دغه فلم همداسې دوام ولري، نو د هندوستاني فلمونو بکس افیس کې به په نوې پدېدې بدل شي.

روح الله زهیر