fbpx

محمد نبي: په نړیوال جام کې د خرابو کارکردګۍ لامل د کپتان بدلون و

خبریال وېبپاڼه / ۱۱ سپټمبر ۲۰۱۹ – د افغانستان کریکټ ملي لوبډلې الروانډر محمد نبي عيسی خېل وايي په نړیوال جام کې د ماتو اصلي لامل د لوبډلمشر بدلیدل وو.

محمد نبي چې د بنګله دېش خلاف د تاريخي ټيسټ لوبې د بريا وروسته يې د خبریالانو سره خبرې کولې دا خبره وکړه.

نوموړي وویل چې د نړیوال جام د شروع وړاندې د لوبډلمشر بدلون و، چې مونږ خرابې کارکردګۍ وکړې.
هغه وويل: (( د نړیوال جام وړاندې مونږ زوړ کپتان بدل کړ او په نړیوال جام کې د خرابو کارکردګیو اصلي علت هم د لوبډلمشر بدلون و، چې مونږ ښې لوبې ونشي کولی. دا نوي کپتان په ژوند کې هم کپتاني نه وه کړې، دا وجه وه چې مونږ له ماتو سره مخ شوو. سره ددې چې مونږ خرابې لوبې وکړې، خو د هند، پاکستان، سریلانکا، او د ويسټ انډیز خلاف مو ښې لوبې هم وکړې.))

د نړیوال جام د پيل وړاندې داسې تصور کيده چې افغانستان به په ۲۰۱۹کال نړيوال پنځوس اوریز جام سيالیو کې لوبې نندارې ته وړاندې کړي او ځینې مخکښ ټيمونه به له ماتو سره مخ کړي.خو دوی داسې سيالۍ ترسره کړې چې د خلکو سره ځینې پوښتنې را ولاړې شوې.

افغانستان په نړیوال جام کې،که څه هم د ځينو ټيمونو خلاف ښې لوبې وکړې، خو دوی په نهو ترسره کړل شوو سيالیو کې یوه لوبه هم ونه ګټله.

په نړیوال جام کې یې له بنګله دېش، سریلانکا، پاکستان هند، نیوزیلینډ، انګلستان، نیوزیلینډ، ویسټ انډیز او له سوت افریقا لوبډلو څخه ماتې وخوړې.

د یادولو ده افغانستان په نړیوال جام کې یوازې له سریلانکا، بنګله دېش، ویسټ انډیز ، هند او پاکستان سره ښه فایټ وکړ چې نږدې وو بریاوې پکې ترلاسه کړې وې خو سیالۍ یې وباییلې.

Your SEO optimized title page contents