fbpx

یاماموتو: یوازې خپلمنځي خبرې د افغانانو ستونزه هوارولای شي

خبریا وېبپاڼه /۱۱ سپټمبر ۲۰۱۹ – د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی تادامیچي یاماموتو وايي، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې ډېرې اړینې دي او د افغانستان ستونزه یوازې د افغانانو په خپلمنځي مذکراتو هوارېدلای شي.

یاماماتو چې پرون(سه شنبه) یې په نیویارک د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې خبرې کولې وویل:« د تېر یو کال هڅو د افغانستان د سولې لپاره ډېرې هیله مندۍ رامنځته کړې وي او اوس هم روښانه ده، چې د پراخو او هر اړخیزو بین الافغاني خبرو پرته د افغانستان کړکېچ نشي هوارېدلای.»

ده ټینګار وکړ، چې که په ريښتیا هم باید د افغانستان موجوده کړکېچ ختم شي، نو د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ باید ژر تر ژره مخامخ خبرې پیل شي.

د نوموړي پروینا، د افغانستان د دغه اوږده کړکېچ د ختمولو لپاره تر بل هروخت د یوې سیاسي حللارې موندلو ته زیاته اړتیا ده او دې کړکیچ ته باید یوه سیاسي حللار ولټول شي.

ښاغلي یاماموتو زیاته کړه، چې د ملګرو ملتونو سازمان چمتو دی، چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ له مذاکراتو ملاتړ وکړي.

یاماماتو وویل: «له بین الافغاني خبرو څخه د ملاتړ په مقابل کې موږ غواړو، چې د سولې لپاره هر ډول هڅې باید د زورزیاتي د بندېدو او د احتمالي اوربند د اعلانېدو لامل شي.»

همدارنګه نوموړي د افغانستان د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو په اړه وویل:«د ملګرو ملتونو سازمان د پراخه ټاکنو د ترسراوي لپاره د ټاکنو د خپلواک کمېسیون، شکایتونو کمېسون، امنیتي بنسټونو او همدارنګه د نوماندانو او په ځانګړې توګه د رای ورکوونکو له هڅو په بشپړه توګه ملاتړ کوي.»

دا خبرې په داسې حال کې کېږي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ(د سيپټمبر ۹) په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، چې له طالبانو سره د امریکا خبرې ختمې شوې او دا بهیر نور مړ شو.»

ده زیاته کړه:« تر کومه ځایه چې په ما پورې اړه لري، له طالبانو سره خبرې لمنځه تللې. هغوی فکر کوي، چې خلک وژني او ځان ته په دغو خبرو کې لوړ او غوره موقف اخلي. هغوی د یوه امریکايي سرتېري په ګډون دوولس تنه ووژل. دا کار زما سره نشي کولای، ځکه تر کومه چې زه پوهېږ/ په اړه یې اندېښنه لرم، له دوی سره د سولې خبرې نور لمنځه تللې دي.»

دا چې ولسمشر ټرمپ به له طالبانو سره د خبرو په اړه دغه پرېکړه بېرته بدله کړي او کنه، معلومه نه ده.
بلخوا افغان ولسمشر محمد اشرف غني پر ټاکنو او جمهوریت باندې د پرله پسې ټينګارونو په لړ تېره ورځ(سه شنبه) په کابل کې د عاشورا په مراسمو کې وویل، چې که د حسین(ع) په څېر یوازې هم پاتې شي، بیا به هم له جمهوریت نه تېرېږم؛ ټاکنې به کوي او همدې جمهوري نظام ته به دوام ورکوي.

تر دې وړاندې یې هم ویلي و، چې هر ډول قربانۍ ته حاضر دی، خو په اساسي قانون او جمهوریت معامله نشي کولای.

ټاکل شوې وه، چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې د هوکړه لیک ترلاسلیک وروسته به د طالبانو او افغان حکومت خپلمنځي خبرې پیلېږي؛ خو دا هرڅه د ولسمشر ټرمپ په وروستیو څرګندونو سره بدل او په ټپه ودرېدل، دا چې څنګه او کله به د سولې دغه بهیر بېرته پېلېږي، را تلونکې ورځې به یې وايي.

روح الله زهیر

Your SEO optimized title page contents