fbpx

پاکستانی وزير: سریلانکايي لوبغاړي هند مجبور کړل چې پاکستان ته لاړ نشي

خبریال وېبپاڼه / ۱۱ سپټمبر ۲۰۱۹ – د پاکستان د ساينس او ټکنالوژۍ وزير فواد حسين په هند تور پورې کړ چې سریلانکايي لوبغاړي يې پاکستان ته له سفر منع کړي دي.

نوموړی ادعا کوي چې هند کریکټ بورډ سریلانکايي لوبغاړو ته اخطار ورکړی، که چیرې دوی پاکستان ته دوره وکړي،نو د هند سترو کورنيو سياليو (اي پي ايل) څخه به وويستل شي.

فواد حسين په يوه ټويټ کې ادعا کوي چې هغه د سپورټ کمينټيټرانو يا تبصره کوونکو لخوا دغه خبر ترلاسه کړئ دی.

نوموړي ويلي: (( د سپورټ کمينټيټرانو لخوا مامعلومات ترلاسه کړي او د هغوی لخوا ماته ويل شوي،چې هند کریکټ بورډ سريلانکايي لوبغاړي تهديدولي او اخطار يې ورکړی،که چیرې دوی پاکستان ته له دورې ډډه ونکړي له ای پي ایل سياليو څخه به بهر شي. دا د هند کريکټ بورډ لخوا تر ټولو جاهلانه، نفرت اچوونکی تکنیک دی چې مونږ يې غندو.))

د نوموړي خبرې له هغې وروسته مخې ته راځي چې تیره ورځ لسو سریلانکايي لوبغاړو د امنيتي ستونزو له کبله پاکستان ته له سفر ډډه وکړه.

په دې لسو لوبغاړو کې لاسيت مالينګا، نېروشن ډيکويلا، کوسال پريرا، ډننجايا ډي سیلوا، تيسارا پریرا، اکېلا ډننجايا، انجلیو ميتوس، سورینګا لکمل،دانش چندیمل او دایموت کاروناراتنی شامل دي.

سريلانکا کریکټ بورډ لخوا د لوبغاړو سره د مشورې لپاره یوه ناسته هم دايره شوي وه چې په کې سریلانکايي لوبغاړو ته د پاکستان د دورې کولو يا نه کولو اختیار ورکړل شوی و. په هر حال لسو سريلانکايي لوبغاړو پاکستان ته له تللو انکار وکړ.

له دې وړاندې د سریلانکا سپورټ وزیر د بي سي سي سینهیلا نیوز سره په مرکه کې تایید کړي وه چې ځینې سینیئر لوبغاړي پاکستان ته د تللو زړه په دې نه ښه کوي،چې کورنۍ یې ورته د سفر اجازه نه ورکوي.

تېره میاشت پاکستان کریکټ بورډ خبر ورکړی و،چې د سریلانکا امنیتي حالتو څیړونکي ټیم د پاکستان امنیتي حالت له نږدې څیړلي او د امنیت ډاډ یې ورکړی،.خو داسې ښکاري چې سریلانکا کریکټ بورډ به تش په نوم نمایشي لوبډله چې د سریلانکا ملي لوبډلې لوبغاړي به پکې شتون ونلري،پاکستان ته ولیږي.

په ۲۰۰۹ کال کې په سریلانکايي لوبغاړو د بريد وروسته پاکستان کریکټ بورډ هڅه کوي چې نړیوالو ټيمونو ته د پاکستان د دورې ډاډ ورکړي.خو نړیوال ټیمونو پاکستان ته د تللو زړه نه ښه کوي.

عزیزي

Your SEO optimized title page contents