fbpx

عمران خان په کشمیر کې عمومي غونډه ترسره کوي

خبریال وېبپاڼه/ ۱۱ سپټمبر ۲۰۱۹- د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي، چې د راتلونکې جمعې په ورځ به د کشمیر په ملاتړ د دغې سیمې په مظفر آباد کې عمومي غونډه ترسره کړي.

عمران خان دا خبر نن چهارشنبه(د سيټمبر۱۱مه) په خپل یوه ټوېټ کې کړې ده.

نوموړي په خپل دې ټوېټ کې زیاته کړې: «زه غواړم چې راتلونکې جمعه یوه لویه جمعه وي او اراده مې ده چې د راتلونکې جمعې په ورځ(د سيټمبر ۱۳مه) د کشمیر په مظفرآباد کې یوه لویه غونډه ترسره کړم، څو د هند د اشغالي ځواکونو له لوري د محاصرې په اړه ټولو نړیوالو ته خپل پیغام ورسوم.»

همدارنګه نوموړي زیاته کړې، غواړي په دې غونډې سره کشمیریانو ته وښيي، چې پاکستان په پرېکنده او قاطع توګه د دوی ترڅنګ ولاړ دی او هېڅکله به له دوی څخه خپلې مرستې او همکارۍ ونه سپموي.

دغه راز عمران خان تر دې یوه ورځ مخکې په يوه ټویټ کې ویلي و: «د عاشورا د ورځې په رانږدې کېدو سره زه له پاکستانیانو او په ځانګړې توګه له زړورو کشمیریانو غواړم چې د بې عدالتۍ، ظلم او استبداد پروړاندې د مبارزې په اړه د کربلا پیغام په ځان کې را ژوندی کړئ او د شجاعت او حقیقت په اړه تل ثابت قدمه و اوسئ.»
ده زیاته کړې وه، د ظلم او استبداد پروړاندې به لکه څرنګه چې د کربلا شهیدانو وښوده، موږ هم بریا ترلاسه کړو.

بلخوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم ویلي، چې هندوستان کشمیر په یوه لوی زندان بدل کړی دی او له UNHRC یا د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا څخه د سیمې د نړیوالې پلټنې غوښتنه کوي.

د یادونې وړ ده، چې پاکستان پرون(سه شنبه) د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا غوښتې و، چې هندوستان د کشمیر او جمو محدودیتونه لرې کړي او د دغو سیمو اساسي حقوق او آزادۍ د خپل ځانګړي دریځ له لغوه کېدو وروسته بېرته را وګرځوي.

خو هند هم د تېر په څېر دغه مسئله یوه داخلي مسئله وبلله او ویلي دي، چې پاکستان په دې برخه کې هېڅ موضعي دريځ او ځای نه لري.

هندي چارواکي وایي، چې پاکستان له دې مسئلې څخه د مرزي تروریزم د ترویج او فعالولو لپاره استفاده کوي او د پاکستان له لوري د جمو او کشمیر د مسئلې له نړیوالو کولو سره مخالفت کوي.

هندي لوړ پوړو چارواکو ویلي: «د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې یو پلاوی زموږ په هېواد باندې دروغجن او بې بنسټه تورنه لګوي. ټولې نړۍ ته څرګنده ده، چې دا ډول تورونه د نړیوال ترورېزم د مرکز پاکستان له لوري لګول کېږي، چېرته چې د نړیوال ترورېزم ټولې ځالې هملته دي.»

د یادونې وړ ده، چې د کشمیر پرسر د هند او پاکستان شخړو وروسته له هغه زور واخېست، چې د هند دولت د اساسي قانون ۳۷۰ ماده، چې لمخې یې کشمیر او جمو ځانګړې خودمختاري درلوده، لغوه کړه.

روح الله زهیر

Your SEO optimized title page contents