fbpx

هر څه وکړئ، د سولې مخالفت مه کوئ

خبریال وېبپاڼه / ۱۱ اګست ۲۰۱۹ ـ سره له دې چې د هوچېمین په مشرۍ ویتنامي کمونېستانو د روسانو او چینایانو ملاتړ خپل کړی و، خو؛ امریکې سره یې ځواک د مقایسې وړ نه و. هغه څه چې د امریکایانو ملا یې ورماتوله، د امریکې برید اشغال بلل کېدۀ؛ د “وایټ” ټبر نه پرته نورو اکثرو د هوچېمین د موقف او جګړې ننګه کوله؛ د ویتنام ځنګلونو د جنګیالیو سَتر ساتۀ او وېت کنګانو (جنګیالیو) د جګړې د ډګر نه علاوه د جبهې شا ساحه هم درلوده.
د وخت په تېرېدو سره امریکایان کمزوري کېدل او د سایګون حکومت مشروعیت د لاسه ورکاوۀ، تر دې چې د ویتنام د سقوط نه څلور میاشتې مخکې نظامي کودتا وشوه او ملک د نظامي شورا له لوري اداره کېدۀ. په ۱۹۶۵ کې وېت کنګانو امریکایانو ته د مذاکرې وړاندیز وکړ، مګر هغو رد کړ. خو؛ په امریکې کې د دې جګړې مخالفین ورځ تر بلې زیاتېدل، د جګړې بری ناشونی ښکارېدۀ، تر دې چې د متحده ایالاتو د وخت ولسمشر نېکسُن د پاریس د سولې کنفرانس کې موافقه وکړه چې ۱۹۷۳ کې به جګړه پای ته رسوي. امریکایانو په داسې حال کې چې په سایګون شدیدې حملې روانې وې، هغه تجهیزات له مینځه وړل چې ځان سره یې وړلای نه شول او خپل کسان یې په چټکۍ انتقالول؛ خو، د ویتنام د کابینې وزیرانو به ورته زارۍ کولې، ژړل به یې ورته چې هوچېمین مو د قتل عام امر صادر کړی دی، که مونږ نه بیایئ، زمونږ ماشومان خو ځان سره بوځئ. مګر امریکایانو یوازې د نظامي شورا مشر چې د ویتنام د ولسمشر په حکم کې راتۀ، کورنۍ سره امریکې ته انتقال کړ، نور یې ټول په تش میدان خوشې کړل. خصوصاً د وایټ ټبر چې د امریکایانو تر ټولو نږدې متحدین وو، بې دفاع پاتې شول چې وروسته قتل عام شول، ځینې لاؤس ته وتښتېدل او کم شمېر وبښل شول.
د دې تاریخ د ذکر نه مې منظور دا دی چې مونږ باید د خپلې جګړې په انجام پوه شو. که مونږ طالبان ماتولای شو، بیا ورسره سوله نه کوو؛ د جګړې له لارې یې ځپو او له مینځه یې وړوو. خو؛ نه د افغانستان، نه په ورته حالتونو کې د نورې نړۍ تاریخ او نه اوسنی وضعیت مونږ ته دا هیله او دلیل راکولای شي چې ګویا طالبان دې ماتېدلای وشي. امریکایانو باندې هېڅ باور نه دی په کار، یوه ورځ به یې مونږ هم لکه د سایګون ولس او “وایټ” ټبر په شان یوازې پرې ایښي یو. ځکه چې دا جګړه هم دوی ته اتلس کلنه شوه (د ویتنام له جګړې نه لږه اوږده). مونږ چې نن د ټرمپ یوه ټویټ ته دومره خوشحاله یو، څه ضمانت شته چې همدا سړی پاکستان یا مخامخ طالبانو نه د متحده ایالاتو د ملي امنیت په اړه تضمین واخلي او په یوه ټویټ د وتلو اعلان وکړي؛ ځکه چې دا سړی هېڅ د اټکل وړ نه دی. لومړی خو دا چې جګړه زمونږ په زمکه ده، خیر په کې نشته؛ بیا که یې کوو، د بري تضمین یې باید ولرو. په دې باید پوه شو چې امریکایان د پینځو نورو کلونو د جګړې وس نلري. د ټرمپ دې مذاکرې امریکایي عامه ذهنیت کې د سولې منطق قوي کړ، پلویا یې ډېر شول (د جنګ مخالفین زیات شول). یوه ورځ به هغه ملت لکه د ویتنام جګړې په شان په مخالفت لاس پورې کړی وي، مظاهرې به یې پیل کړې وي، بیا امریکایي سناتوران او د کانګرېس استازي یې د خپلو مؤکلینو تر څنګ درېږي، یو کس به یې هم د دې جګړې د لګښتونو بېل پاس نه کړي.
نو؛ ښه دا ده چې د دوی په موجودیت کې مونږ یوې ښې سولې ته ورسېږو. بین الافغاني مذاکرات پیل کړو؛ خپلو کې سره کېنو او دا قضیه حل کړو. پرې نه ږدو چې طالب یوه ورځ فاتحانه کابل ته راننوزي؛ تاجک لاړ شي بیا په شمالي او پنچشېر کې سنګر ونیسي، هزاره ورونه په هزاره جاتو سیمو کې د ځان د دفاع په نامه جګړه وکړي او ازبک په شمال کې ورته اقدام وکړي. پښتانۀ په مجاهد (طالب) او امریکایي پلوو (وايټانو) ووېشل شي. بیا نو دا وطن د لاسه وځي.
لیکوال: عبدالستار سعادت

Your SEO optimized title page contents