fbpx

دفاع وزارت: د کران و منجان ولسوالي او لاجورد کان مو بېرته ونیول

خبریال وېبپاڼه/ ۱۱ سپټمبر ۲۰۱۹ – د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، چې د بدخشان ولایت د کران و منجان ولسوالي د مرکز تر آزادېدو وروسته یې د دغې ولسوالۍ د لاجورد کان هم د وسله والو طالبانو له کنټرول آزاد کړي دي.

دفاع وزارت نن چهارشنبه په یوه خپره شوې خپرپاڼه کې وویل: «د کران و منجان ولسوالي د ځايي خلکو په پاڅون او د د فاعي ځواکونو په ملاتړ د طالبانو له ولکې آزاده شوه.»

د بدخشان چارواکو رسنیو ته ویلي، چې د ولسي پاڅون مشري د حاجي ملک په نوم یوه پخواني جهادي قومندان کوله.

د بدخشان د کران و منجان ولسوالي له نږدې دوه میاشتو راهیسې د طالبانو په لاس کې وه، چې نن یې افغان ځواکونو د بېرته نیولو خبر ورکړ.

دفاع وزارت وايي، چې په دې عملیاتو کې یې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

دفاع وزارت نه دي ویلي، چې دقیق څوتنه وسله وال طالبانو په دغه عملیاتو کې وژل شوي؛ خو زیاتوي، چې زیات شمېر وسله وال امنیتي او دفاعي ځواکونو ته تسلیم شوي او ګڼ شمېر نور یې ټپیان دي.

همدارنګه خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې د طالبانو زیات پټنځایونه هم ویجاړ شوي او اوس په کران و منجان کې درې نګه بیرغ رپېږي.

بلخوا دفاع وزارت وايي، چې د کران و منجان ولسوالۍ تر بېرته نیولو وروسته یې د دغې ولسوالۍ د لاجورد کان هم له طالب وسلوالو نیولی دی.

دفاع وزارت زیاتوي، چې امنیتي ځواکونو د کران و منجان ولسوالۍ د مرکز تر آزادولو وروسته یې نن د عملیاتو په ترڅ کې د یادې ولسوالۍ د لاجورد کان هم د طالبانو له ولکې وویست.

په خبرپاڼه کې راځي، چې اوس هم د طالب وسله والو د ځپلو عملیات دوام لري.
بل لور ته دغه وزارت په غزني ولایت کې هم د نهه تنه طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

دوی وایي، چې د غزني ولایت د ګیرو ولسوالۍ په دیسي کلي کې افغان ځواکونو ځانګړي عملیات ترسره کړي دي، چې په پایله کې یې ۹ طالب وسله وال وژل شوي او یو شمېر وسلې او تجهیزات یې ویجاړ او لمنځه وړل شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې تر دې مخکې هم افغان ځواکونو د بدخشان وردوج او یمګان ولسوالۍ له طالبانو بېرته ونیولې او د دفاع وزارت پروینا، چې اوس ځواکونه هلته د پرمختګ په حال کې دي او عملیات به تر هغه دوام وکړي، څو د بدخشان ټولې ولسوالۍ په بشپړ ډول له طالبانو پاکې شي.

روح الله زهیر

Your SEO optimized title page contents