fbpx

حکمتیار: موږ له افغانانو سره سوله وکړه، طالب یې له امریکا سره کوي

خبریال وېبپاڼه / ۱۱ اګست ۲۰۱۹ ـ د حزب اسلامي مشر او ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند ګلبدین حکمتیار په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، هغه لاره چې دوی پرانیسته، اوس نور هم پرې را روان دي او سوله کوي، خو حکمتیار یې توپیر دا بولي چې ده له افغانانو سره سوله وکړه او نور (طالبان) یې له امریکایانو سره کوي.

حکمتیار وايي، ده له امریکایانو سره سوله نه ده کړې، بلکې له افغان حکومت سره یې سوله کړه. همدا ډول په مذاکراتو کې هېڅ بهرنی نه و او مخامخ د افغانانو ترمنځ خبرې وې. نوموړی دا د حزب اسلامي لپاره یو ویاړ بولي چې د پردیو په منځګړتوب یې مذاکرات نه دي کړي او مخامخ له خپلو وطنوالو سره کېناستلی او سوله یې کړې ده.

ګلبدین حکمتیار چې ډېره موده پټ و او له افغان حکومت سره یې وسله وال مخالفت کاوه، له ډېر انتظار وروسته په لغمان کې را ښکاره شو او بیا کابل ته راغی.

نوموړی داسې مهال د افغان سولې په اړه نظر څرګندوي چې څو ورځې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په حیرانونکي ډول له طالبانو سره د سولې مذاکرات لغوه کړل او وې ویل چې دا ډله په سوله باور نه لري او د پخوا په څېر اوس هم جګړې ته دوام ورکوي. ټرمپ په خپل ټويټر کې لیکلی و، که طالبان د سولې په دې مهمو خبرو کې په اوربند موافقه نه شي کولای او حتی ۱۲ بې ګناه کسان وژني؛ نو دوی د یوه معنی لرونکې تړون لپاره د مذاکراتو توان هم نه لري.

د ټرمپ له څرګندونو وروسته وویل شول چې نوموړي په طالبانو د فشار په خاطر مذاکرات درولي دي او ډېر ژر به یې بیا پیل کړي، خو نوموړي په تازه بیان کې ویلي چې له طالبانو سره د سولې خبرې مړې شوې، معنی هغه هیلې چې د دې مذاکراتو د بیا پیلېدو په خاطر وې، بېرته کمرنګه شوې.

د ټرمپ لخوا له طالبانو سره د مذاکراتو د بندېدو په سبب طالبان تر ډېرو نیوکو لاندې راغلل او دا د دوی ستره تېروتنه وبلل شوه چې د سولې دومره ستر فرصت یې له لاسه ورکړ. سیاسي شنونکي د طالبانو د نکامي علتونه د دوی غلطې پرېکړې، د بین الافغاني مذاکراتو ردول، د جګړې تېزول او د سولې پروسې پېچلي کول بولي چې په سبب یې دا مذاکرات لغوه شول او طالبان په راڼه میدان پاتې شول، خو د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وايي، دوی اوس هم د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکا د سولې له ټیم سره په رابطه کې دي او د ټرمپ د څرګندونو په اړه یې له امریکا توضېحات غوښتي دي.