fbpx

امریکا د پاکستاني طالبانو د مشر نوم د نړیوالو ترهګرو په لېست کې شامل کړ

خبریال وېبپاڼه / ۱۱ سپټمبر ۲۰۱۹ – امریکا نن د پاکستاني طالبانو د مشر نورولي محسود نوم د نړیوالو ترهګرو نوملړ ته اچولی او پر یو شمېر نورو ترهګرو او د هغوی پر ملاتړو یې د نویو بندیزونو لګولو اعلان کړی دی.

د امریکا د خزانې وزارت په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي دي چې دا نوي بندیزونه یې د حماس، د ایران د سپاه پاسدران ځواک په ګډون پر القاعده او د داعش ډلې پر پنځلسو مشرانو لګولي دي.

خبر پاڼه کې راغلي، چې دا بندیزونه یې د ولسمشر ټرمپ د یو تازه حکم له مخې پر یادو کسانو لګولي دي چې له دې وروسته یاد وسله وال له امریکا سره په تور لېست کې شامل وي.

د خبر پاڼې له مخې، د ټرمپ دا حکم د دوی واکونه نور هم پیاوړي کوي چې له امله به یې د ترهګرو ډلو او د هغوی د ملاتړو او مشرانو پر ضد نور کوټلي ګامونه هم واخیستل شي.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له دې وړاندې، د لشکر طیبه ډلې بنسټګر او نړیوال ترهګر حافظ سعید هم په تور لېست کې شامل کړی وو چې تر لس کلنې پلټنې وروسته په پاکستان کې ونيول شو.

هغه وخت د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یو ټويټ کې لیکلي وو چې د حافظ سعيد نیول کېدل، پر پاکستان د دوو کلونو د فشار نتيجه وه چې نوموړی ونیول شو.

دغه راز د القاعده شبکې د وژل شوي بنسټګر اسامه بن لادن مشر زوی حمزه بن لادن هم چې تېر کال د امریکا له لوري د تروریستانو په تور لیست کې شامل شوی وو اوس یو شمیر امریکایي سرچیني وایي ،چې نوموړی مړشوی دی، خو د هغه د مړینې د ځای او نېټې په اړه یې هېڅ معلومات نه دي ورکړي.

امریکایي چارواکو پر وینا حمزه بن لادن د خپل پلار پر لار روان شوی وو چې څه وخت وړاندې یې څو ځل په غږیزو او لیکلي پیغامونو کې له خپلو پلویانو غوښتي وو چې د خپل پلار د وژلو غچ دې په ګډه له امریکا واخلي.

دیرش کلن حمزه بن لادن د اسامه بن لادن مشر زوی دی چې تېر کال د امریکا له لوري د تروریستانو په تور لیست کې شامل شوی وو.

په تېره فبرورۍ میاشت کې هم امریکا اعلان کړی وو که چیرته په هره سیمه کې چا د القاعده شبکې د پخواني مشر اسامه بن لادن د زوی په هکله مالومات ورکړل نو د جایزې په توګه به یو میلیون امریکا یي ډالر ورکړي.

امریکا هغه وخت ویلي وو، که چېرته د حمزه بن لادن په اړه ورته یو څوک لږ و زیات معلومات هم ورکړي په نغدي جایزه به یې ونازوي .