fbpx

مودي: د ترهګرۍ اصلي لامل د پاکستان رامنځته کول و

خبریال وېبپاڼه/ ۱۱ سپټمبر ۲۰۱۹ – د هند لومړی وزیر نریندران مودي وايي، چې تروېزم(نړیوال ګواښ) په پاکستان کې ژورې ريښې لرې او د نړیوال ترورېزم او ګواښ اصلي لامل د دغه هېواد د رامنځته کولو نظریه وه.

مودي چې نن یې د هند په ماتورا کې په یوه عمومي غونډه کې خبرې کولې، وویل: «د ترهګرۍ اصلي ځاله په پاکستان کې ده او نړۍ باید د هغو هېوادونو پر وړاندې کلکه ودرېږي، چې ترهګرو ته روزنه او پناه ورکوي.»

نوموړي په امریکا کې د سپټمبر د یوولسمې نېټې پېښې ته په اشاره وویل، ترهګر یو نړیوال ګواښ دی او د دې نړیوال ایډیالوژي یوازې په پاکستان کې ده، هلته روزل کېږي او وده کوي.

د مودي پروینا، ترهګري اوس په یوه داسې اېډيالوژۍ بدله شوې، چې د هېڅ ملت په حدودو پورې نه محدودېږي؛ دا یوه نړیواله ستونزه او یو نړیوال خطر دی، چې ترټولو ژورې ريښې یې زموږ په ګاونډي پاکستان کې دي.

د هند لومړي وزیر وویل چې په تېر کې یې د ترورېزم پروړاندې د مبارزې په برخه کې کوټلي ګامونه اوچت کړي او ټینګار یې وکړ چې په راتلونکې کې به هم د دوی مبارزه همداسې دوام ومومي.

نوموړي د ترهګرۍ د لمنځه وړلو په برخه کې د هند د مبارزې په اړه وویل: «هند له مخکې څخه د ترهګرۍ پروړاندې مبارزه کړې ده او په دې برخه کې خورا وړتیا هم لري؛ خو د دې ترڅنګ له نړیوالو هم کلکه غوښتنه کوو، چې په دې برخه کې جدي مبارزه وکړي.»

همدارنګه نوموړي د ترهګرو د ځینو هغو مشرانو یادونه هم وکړه، چې وړاندې یې په هند کې هم ځینې بریدونه ترسره کړي و،ده وویل: «تېره اوونۍ موږ ځینې داسې تروریستان په نښه کړل، چې اوس هم په پاکستان کې خوندي ژوند لري او هملته اوسېږي، چې له ډلې یې د جیش محمد ډلې مشر مسعود اظهر، د لشکر طیبه له ډلې حافظ سعید او د بمبيي د بریدونو طراح ذکي رحمان لخوي یادولای شو، چې ځینې یې په بمبيي د بریدونو له طراحۍ وروسته په پاکستان کې وو او هلمته یې آرام ژوند درلود.»

مودي زیاته کړه، پورته یاد کسان له اوږدې مودې راهیسې د امریکا د متحده آیالتونو په تور لېست کې شامل دي؛ خو دوی اوس هم په کستان کې دي او په دې هېواد کې ژوند کوي.

لومړي وزیر وویل، چې پاکستان د جیش محمد ډلې مشر مسعود اظهر په هندوستان کې د ترهګریزو بریدونو د پلان کولو لپاره په پټه خوشی کړی او پردې سربېره په دې هېواد کې نور پټ او ښکاره سازمانونه هم کار کوي.
دی وايي، چې د جمو او کشمیر په پلوامه د فبرورۍ په ۱۴مه له موټر بم برید وروسته پاکستان داسې بنسټه آوازې خپرې کړې، چې ګواکي دوی مسعود اظهر په بند کې ساتلی و او هیڅ یې نه دی خوشی کړی، په داسې حال کې چې دوی په پټه خوشی کړی و، څو دغه برید پلان کړي.

د یادونې وړ ده، چې د هند او پاکستان ترمنځ وروستیو کړکېچونو وروسته له هغه زور واخېست، چې هندوستان د جمو او کشمیر په اړه د اساسي قانون ۳۷۰ ماده لغوه کړه او له دې سیمو څخه یې هغه ځانګړی دریځ واخېست.

روح الله زهیر

Your SEO optimized title page contents