fbpx

امريکا د افغانستان له ټاکنو سره ۲۹ ميليونه ډالره مرسته کوي

خبریال وېبپاڼه / ۱۱ سپټمبر ۲۰۱۹ – په کابل کې د امریکا سفیر جان باس په یو تازه ټویټ کې ویلي دي چې هېواد یې د ولسمشرۍ ټاکنو د ملاتړ او د یادو ټاکنو لپاره د عملیاتي چارو د ترسره کولو لپاره له افغانستان سره ۲۹ میلیونه ډالر مرسته کوي.

جان باس په خپل ټویټ کې وایي، د یوناما له راپور هر کلی کوو. چې د رای ورکولو لپاره ۹.۶ میلیونو کسانو نوم لیکنه کړې ده. او له ټاکنو څخه د ملاتړ لپاره یې ۲۹ میلیونه ډالر تیار کړي دي.

جان باس د مالیې وزارت او د ټاکنو خپلواک کمېسیون له لورې د ټاکنو بودیجې د وروستۍ کولو د هرکلي ترڅنګ ویلي، امریکا له افغانستان سره د رڼو ټاکنو کولو لپاره ۲۹ میلیونه ډالر مرسته کوي.

دغه سفیر لا له وړاندې هم د ټاکنو خپلواک کمېسیون څخه غوښتي وو چې د ولسمشري ټاکنو د بودیجې له برابرولو ترڅنګ دې د یادو ټاکنو لپاره نور چمتووالی هم ونیسي.

د امریکا سفیر جان باس په داسې حال کې د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د ملاتړ لپاره دا مرسته اعلان کړه چې له دې څو ورځې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د طالبانو مذاکراتي ټیم سره د سولې روان مذاکرات ودرول .

ډونالډ ټرمپ ویلي وو ،چې طالبان نه غواړې د سولې د هوکړې په درشل کې اوربند وکړي، دوی بې ګناه کسان وژني او یوې معنا داره هوکړې ته د رسېدو قدرت او ځواک هم

افغان حکومت هم وایي، جمهوري ریاست پر ټاکنو او له دې لارې د یوه قوي، قانوني او مشروع حکومت په رامنځته کېدو ټینګار کوي، تر څو د سولې روانه پروسه په بشپړ دقت او تدبیر مخ ته یوسي.

ولسمشر غني د کابیني غړو ته ویلي د ټاکنو په اړه دې هېڅ شک او شبهه نه وي، دا زموږ ملي دنده ده، دا زموږ قانوني وجیبه او اخلاقي ژمنتیا ده. په همدې اساس دې مسوولین په ټاکلي وخت د شفافو او ټولشموله ټاکنو د ترسره کېدو لپاره هره اړینه مرسته وکړي.

له دې وړاندې اجرایه رئیس عبدالله عبداالله هم په خپلو خبرو کې ویلي وو، راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې به پر خپل وخت سره ترسره شي او د ملي یووالي حکومت د ټاکنو تر سراوي ته ژمن دی.

جان باس له افغانانو او د ولسمشريزو ټاکنو له نوماندانو هم غوښتي چې قانون ته درنښت وکړي او یاد نوماندان باید د ټاکنیزو مبارزو پر مهال دولتي امکانات و نه کاروي.

د نوموړي په خبره هغه نوماندان چې دا مهال په حکومت کې به دنده بوخت دي او یاهم له حکومت بهر، باید له حکومتي وسایلو، امکاناتو، صلاحیتونو او پیسو د خپلو کمپاینونو او یا ټاکنیزو موخو لپاره کار وا نخلي.

هغه ولسمشریزو ټاکنو ته په ټولو نوماندانو غږ وکړ چې د افغانستان ټولو قوانینو ته درناوی وکړي او د شفافو ټاکنو په ترسره کېدو کې همکار و اوسي.

د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو ټاکنیز کمپاینونه هم نږدې یوه نیمه میاشت وړاندې د جولای پر ۲۶ مه نېته پیل شوي دي هر نوماند په خپلو کمپاینونو باندې بوخت دی څو خپلې برنامې او پلانونه له افغان ولس سره شریک کړي.

د معلوماتو له مخې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ټولو نوماندانو ته مشخصه کړنلاره ورسپارلې ده چې هغې ته په نظر دې خپل دوه میاشتینی کمپاینونه ترسره کړي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون پر وینا ټاکنو ته هر نوماند کولای شي د خپلو ټاکنیزو کمپاینونو پرمهال ۴۱ میلیونه افغانۍ مصرف کړي.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان راتلونکي ولسمشریزې ټاکنې د میزان میاشتې پر ۶مه نېټه تر سره شي.

Your SEO optimized title page contents