fbpx

شکيب الحسن: د افغانستان خلاف لوبه دردونکي وه، خو شرمونکي نه وه

خبریال وېبپاڼه / ۱۱ سپټمبر ۲۰۱۹ – د بنګله دېش کريکټ ملي لوبډلې مشر شکيب الحسن د افغانستان پر وړاندې د ټيسټ لوبې په بايللو خفګان ښکاره کړ.

نوموړي وويل که چيرې دوی په راتلوونکي درې اړخیز سيريز کې چې د سپټمبر په ديارلسمه نېټه پيليږي، ښې کارکردګۍ وکړي، نو هر څه به تر کنټرول لاندې راشي، او دغه ماته به د خلکو له ذهن ووځي.

(( اوس مونږ باید په راتلوونکي درې اړخیز سيريز کې لومړۍ لوبه حتمآ وګټو.که چيرې مو داسې وکړل، هر څه به سم شي.))

نوموړي وويل ددغه سيالیو لپاره باید ښه تيارۍ ونیول شي.

(( مونږ باید د شل اوریزو سيالیو لپاره ښه چمتوالی ونيسو.کوم لوبغاړي چې د ټيسټ سيالۍ لپاره انتخاب شوي و، زياتره يې شل اوريزو سيالیو کې هم لوبيږي، لوبغاړو ته پکار ده چې خپل ذهنیت له ټيسټ کريکټ، شل اوریز کریکټ ته راوړوي.که څه هم د لومړۍ لوبې ګټل به ستونزمن وي، خو مونږ ته پدې ټورنامينټ کې د لومړۍ لوبې ګټل ډیر اهمیت لري.))

په بنګله دېشي لوبغاړو داسې انتقاد هم کيږي چې د اوږده پارمټ سيالۍ په ښه شان سره نشي ترسره کولی، خو شکيب د دوی خبرې رد کړې، ويې ويل چې خلک مختلف نظرونه لري، هر يو خپل نظر ورکوي، خو زه فکر نه کوم چې کوم لوبغاړي په سکواډ کې دي، هغوی دې د ټيسټ کریکټ کولو ليوالتيا ونلري.

شکیب الحسن چې په نړیوال جام کې يې د خپلې لوبډلې په ګټه ښې لوبې کړي وې، دا داسې تمه ترې کیده چې په ټيسټ کريکټ کې به د خپلې لوبډلې په ګټه ښې لوبې ترسره کړي، خو نوموړی پکې پاتې راغی.

نوموړي په دې ټينګار وکړ چې د هر پارمټ لپاره باید د داخلي ليګونو څخه ښه لوبغاړي راوخيستل شي.

د نوموړي په وينا چې مونږ په داخلي سيالیو کې ټیسټ، پنځوس اوریز او شل اوریز ليګونه لرو، ددې لپاره مهمه دا ده چې د شل اوريزو سيالیو لپاره د شل اوریزو لیګونو څخه، د ټيسټ کریکټ لپاره د ټيسټ ليګ څخه، د پنځوس اوریزو سيالیو لپاره د پنځوس اوریز ليګ څخه پياوړي لوبغاړي راوخلو.

شکيب همداشان وويل کپتانی پريښودو ته هم تيار دی.
(( دا به ډيره ښه شوي وئ چې زه کپتان نه وی.کله چې بیا زه کپتان شوم، ډير اړخونه دي چې په هغوی باید خبرې شوي وی.))

نوموړي وویل چې د افغانستان خلاف په لوبه کې ما باید د کټ شاټ هڅه نه وی کړې چې د ماتې لامل وګرځید.
(( زه ډير خواشينۍ يم. مونږ څلور ویکټې په لاس کې درلودې او همداشان مو يو ساعت او لس دقيقې وخت درلود. په لومړي توپ سره زما سوځیدل د ټيم په زيان تمام شو. مسوؤلیت هم زما په غاړه اچول کيږي. ما باید د کټ شاټ وهلو هڅه نه وئ کړې. ما باید خپله دنده اجر‌أ کړي وی، او په کريز کې تر ډيره پاتي شوی وی. زما په سوځیدو سره ټول ټيم تر فشار لاندې راغئ.))

شکیب الحسن همداشان د افغان لوبډلې مشر راشدخان ستاینه هم وکړه چې په لومړۍ ټيسټ لوبه کې يې د کپتان په توګه بریا ترلاسه کړه.

((راشد که څه هم په ټيسټ کریکټ کې نوی و، خو نوموړی تر ډیرې مودې په شل اوریزو لوبو کې ورلډ کلاس لوبغاړی دی. لکه څنګه چې په شل اوريزو لوبو کې ښه توپ اچونه کوي، په ټيسټ کریکټ کې يې هم کولی شي. تاسو ولیدل چې زمونږ خلاف يې ښه لوبه وکړه. زمونږ لپاره يو سر درد جوړ شوی و، يوول ویکټې يې واخيستې او د خپل ټيم په ګټه يې همداشان منډې هم جوړې کړې.

د يادونې وړ ده چې افغانستان په ياده سيالۍ کې کوربه بنګله دېش ته په ۲۲۴ منډو ستر توپير سخته ماتي ورکړه. د سيالۍ غوره لوبغاړی راشدخان ونومول شو او نوموړي خپله د لوبې غوره لوبغاړي جایزه تقاعد شوي لوبغاړي محمد نبي عيسخېل ته ډالۍ کړه.

لدې وروسته به د سپټمبر په ديارلسمه نېټه د درې واړو هيوادونو، بنګله دېش، افغانستان او زمبابوې ترمنځ درې اړخیز شل اوریز سيريز ترسره شي.

بنګله دېش په ورته وخت کې د درې اړخیز سيريز لپاره خپله لوبډله هم نومولي چې پنځه بدلونونه يې پکې راوستي دي.

بنګله دېش شل اوریز سکواډ:شکيب الحسن ( لوبډلمشر)، لېتن داس، سوميا سرکار،مشفيق الرحيم، محمدالله، افيف حسين، مسادک حسين،تایجول السلام،مهدي حسن،محمد سيف الدين، مستفيظ الرحمان او ياسين عرفات.

عزيزي

Your SEO optimized title page contents