fbpx

ټرمپ: بل ځل به طالبان داسې وځپو، چې تر عمره به یې هېر نه کړي

خبریال وېبپاڼه / ۱۱ سپټمبر ۲۰۱۹ – د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، که طالبانو بیا ځلې پر امریکا باندې د برید اراده وکړه، داسې زورور برید به پرې وکړوي، چې بیا به یې ترعمره په یاد وي او هېڅکله به یې هېر نه کړي.

ټرمپ چې د چهارشنبې په ورځ یې د سپټمبر د یوولسمې په بریدونو کې د وژل شویو کسانو د یاد په مراسمو کې خبرې کولې، وویل: «طالبانو داسې فکر کړی و، چې د کابل په وروستي برید سره به ځان قوي وښيي او د سولې په خبرو کې به ځان اوچت کړي؛ خو هغه څه چې دوی وکړل په اصل کې د دوی د کمزورۍ څرګندونه کوي.»

همدارنګه نوموړي په خپلو خبرو کې طالبانو ته خبردارۍ ورکړ او زیاته یې کړه: «که طالبانو بیا پر امریکا باندې د برید اراده وکړه، داسې قوي برید به پرې وشي او داسې به وځپل شي، چې بیا به یې هېڅکله هېر نه کړي.»

ټرمپ وویل، که د هر دلیل لمخې طالبان یوځل بیا زموږ هېواد ته راشي، موږ هر ځای چې وي، پسې ورځو او ځپو یې او زه حتا د خپل هستوي ځواک په اړه هم خبرې نه کوم.

نوموړي یوځل بیا خپلې تېرې خبرې تکرار کړې او ویې ویل، چې په څلور ورځو کې یې طالبان داسې ځپلې، چې په تېرو لسو کلونو کې هم نه و ځپل شوي.

ښاغلي ټرمپ له طالبانو سره د امریکا د سولې د خبرو د لغوه کولو په اړه وویل: «موږ د سولې خبرې پلان کړې وې، خو کله چې طالبانو زموږ یو ډېر پیاوړی سرتېری له ۱۱ نورو بې ګناه خلکو سره وواژه، دا خبرې مې لغوه کړې.»

ټرمپ په دې اړه چې آیا له طالبانو سره د سولې مذاکرات بیا پیل کړي او کنه، هېڅ ونه ویل.خو له بلې خوا بیا طالبانو له امریکا غوښتي، چې د سولې د خبرو د لغوه کېدو په اړه دوی ته وضاحت ورکړي.

د امریکا د متحده آیالتونو او طالبانو استازیو له نهو پړاوونو مذاکراتو وروسته بالاخره د سولې د هوکړې یو متن چمتو کړ، زلمی خلیلزاد کابل ته راغی او د هوکړې متن یې له افغان چارواکو سره شریک کړ او ټاکل شوې وه، چې د ټرمپ له لوري د دغې هوکړې ترمنلو وروسته به بین الافغاني خبرې پیلېږي؛ خو په کابل کې د طالبانو له برید وروسته، چې یو امریکايي سرتېری هم پکې ووژل شو، دغه مذاکرات د ټرمپ له لوري لغوه اعلان شول.

د یادونې وړ ده، چې د ټرمپ له لوري د سولې د روانو مذاکراتو د لغوه کېدو په اړه بېلابېل غبرګونونه وښودل شول او بېلابېلې اندېښنې څرګندې شوې، چا دا کار ښه وباله او چا زیانمن؛ خو دا چې دا خبرې بیا پیلېږي او کنه، هېڅ معلومه نه ده.

زهیر

Your SEO optimized title page contents