fbpx

دغه تېروتنې مه کوئ، کنه جذابیت به مو له لاسه ورکړئ

خبریال وېبپاڼه / ۱۲ سپټمبر ۲۰۱۹ – ځینې وخت له موږ داسې کارونه کېږي، چې خپل جذابیت پرې لمنځه وړو او خلک له ځانه لرې کوو. دلته به په څو هغو تېروتنو خبرې وکړو، چې د یوه انسان د جذابیت د لمنځه تلو او یا راکمولو لامل ګرځي.

آیا تر اوسه مو د کاریزما په اړه اورېدلي؟

کاریزما فردي جاذبه ده، چې ټولنیز اغېز لري. خپله د کاریزما کلمه له یوناني (خاریسما) څخه اخېستل شوې ده. په کاریزما باندې د ښه پوهېدو لپاره په ساده ډول ویلای شو، چې کاریزماټيک کسان د خپلو ګاونډیانو او اطرافیانو لپاره زیات جذابیت لري. د دغه جذابیت راز د دغو کسانو د کړو وړو او چلند په ځانګړنو کې نغښتی دی او په حقیقت کې کاریزماټیک کسان په خپلو کړو وړو او چلند سره نور کسان ځانته راجذبوي.

خو کاریزما یوازې ذاتي یا فردي توانايي نه ده، بلکي اکستابي خصیصه هم ده، که تاسو کاریزماټيکې ځانګړتیاوې لرئ، کولای شئ دغه ځانګړتیاوې پیاوړې هم کړئ. خو که چېرې کاریزماټیک نه یاست، کولای شئ په ډېره آسانه او هوسا توګه کاریزماټیک شئ.
په لاندې کرښو کې په څو هغو کرښو خبرو کوو، چې زموږ د جذابیت مخه نیسي او نشو کولای چې د نورو خلکو پام ځانته راواړوو:

۱ ځان نه معرفي کول

سمه ده، چې نویو یا نا آشنا کسانو ته ځان ورپېژندل یوڅه ستونزمن دي او تر ډېره موږ دا ښه بولو، چې نورو کسانو ته یوازې لاس ورکړو او په یوه کونج کې غلي کښېنو. نو داسې باید ونه شي، باید له خلکو سره په بشپړ ډول آشنايي ترلاسه کړو او ځان ټول ور وپېژنو.

۲ – خپل ملګری بل ته نه ورپېژندل

ډېری کسان ورسره راغلی ملګری هغه چاته نه ورپېژني، چې دی خبرې ورسره کوي؛ دا هم تېروتنه ده، باید خپل ملګری هغه کس ته چې ته خبرې ورسره کوې، ور وپېژنې، چې دا کار ستا له اړخه ستا پرملګري یو ډېر ښه اغېز دی او ته جذابیت ورته پیدا کوې.

۳ یوازې د ځان په اړه خبرې کول

د جذابیت موندلو په برخه کې یوازې د ځان غورې او د خپل شخصیت په اړه خبرې کول، لوی خنډ دی، چې باید ژر ترژره د دې خصلت مخه ونیسئ.

۴ – بل چاته د خپلو ملګریو او نورو کسانو غیبت کول

که غواړئ په ټولنه که جذاب او پرخلکو ګران و اوسئ، هېڅکله بل چاته د خپل ملګري او یا کوم بل کس غیبت مه کوئ؛ ځکه دا خبرې په یو ډول نه یو ډول ستا ملګري ته رسېږي او له هغه وروسته نورو ته، چې دا کار مو پر جذابیت سربېره شخصیت ته هم لوی تاوان دی.

۵ – د هغه څه په اړه خبرې کول، چې نورو ته خوند نه ورکوي

د مجلس او ملګریو خوښې ته په کتو باید خبرې وشي. له داسې خبرو ډډه وکړئ، چې د مجلس پر خلکو درنېږي.

۶ – آرامه یا بې جرئته خبرې کول

هېڅکله مه جرئته کېږئ. په لوړ غږ وغږېږئ، څو مخاطبین مو په ښه توګه هر خبر درک کړي.

۷ په هو یا نه او یاهم لنډ ځواب ورکول
یو چاته لنډ ځواب مه وایئ. په ورین تندي او موسکا سره هرڅه په تفصیل ورته وایئ.

۸ پلمې او غرغر کول

هېڅکله چاته له شا مه ورغورېږئ او همدارنګه کوم څه مو چې له چا سره په وسه پوره و، مه یې ترې درېغوئ؛ بې ځایه او د دروغو پلمې مه ورته کوئ.

۹ خپل اصول ترپښو لاندې کول

په هر وخت او هر ډول شرایطو کې خپلو اصولو ته پای بند و اوسئ. هرې پلې ته ځان مه اچوئ، خپله ټاکل شوې لار تعقیب کړئ.

۱۰  د نورو کسانو نوم هېرول

کله مو چې له یو چا سره لېدل، خبرې مو ورسره کولې؛ نو وروسته پام کوئ، چې په بیا ځل مخ کېدو سره مو د هغه نوم په یاد وي او په ستړي مشي کې یې نوم ورته واخلئ.

په اخره کې باید ووایو، هغه کسان چې په خپل ځان کې څه نه لري او له ځانه کومه عقیده نه لري؛ نو د نورو په ذهن کې هم نه پاتې کېږي. دا ډول کسان داسې کوم څه نه لري، چې نور خلک یې په اړه وغږېږي. دغه شرایط هغه وخت لا بدتره کېږي، چې یو څوک یوه خبر وکړي، خو بیا د خپلې خبرې خلاف عمل وکړي. لرې ده چې دغه ډول کسان دې یو څوک جدي ونیسي او هغه ته دې په لویه سترګه وګوري.

ژباړه: روح الله زهیر

Your SEO optimized title page contents