fbpx

ګلبدين نايب: نبي ته دې لومړى ځان ته وګوره

خبریال وېبپاڼه / ۱۲ سپټمبر ۲۰۱۹ – د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر ګلبدین نایب د محمد نبي له وروستیو څرګندونو وروسته په خپلې ټویټر پاڼې په یو ټویټ کې له محمد نبي ګیله کړې، نوموړي په یو ټویټ کې لیکلي” ملګريه لومړى خپل ځان ته هم وګوره” مطلب یې د محمد نبي لوبډلمشري وه.
محمد نبي له بنګله دېش سره د ټېسټ سیالي وروسته رسنیو ته یو ځل بیا وویل چې په تېر نړیوال جام کې د ماتو اصلي لامل د لوبډلمشر بدلون و، د نوموړي په خبره د ګلبدین ټاکنه په تېر نړیوال جام کې ښه پرېکړه نه وه هغه ویلي وو: (( د نړیوال جام وړاندې مونږ زوړ کپتان بدل کړ او په نړیوال جام کې د خرابو کارکردګیو اصلي علت هم د لوبډلمشر بدلون و، چې مونږ ښې لوبې و نه کړې، ګلبدین په ژوند کې هم کپتاني نه وه کړې، دا وجه وه چې مونږ له ماتو سره مخ شو. سره د دې چې موږ خرابې لوبې وکړې، خو د هند، پاکستان، سریلانکا او د ويسټ انډیز خلاف مو ښې لوبې هم وکړې.
د محمد نبي له دې څرګندونو وروسته په نړیوال جام کې د ملي لوبډلې لنډ مهاله لوبډلمشر ګلبدین نایب هم سخت غبرګون ښودلی دی.
محمد نبي داهم وایي چې”موږ پر ځوانانو تمرکز کوو ، موږ یو ځوان لوبډلمشر ټاکلی ، هغه پیاوړی دی، شل اوریزو لوبو کي لومړی نمبر توپ اچونکی دی نو ځکه موږ ټول د راشد ملاتړ کوو ، زموږ د کرکټ بورډ عمومي او اجرائیه رئیس ټوله د راشد ملاتړ کوي، خو په په نړیوال جام کې لوبغاړو د ګلبدین نایب هیڅ ملاتړ و نه کړ، همدې راشد، نبي، اصغر د خپلې ډلې سره په همغږۍ د ګلبدین په لوبډلمشرۍ کې افغانستان له ماتو سره مخ کړ. دلته یې د راشد د ملاتړ اعلان وکړ، خو په نړیوال جام کې یې له ګلبدین نایب سره هیڅ ډول مرسته و نه کړه.
د محمد نبي، راشد خان، اصغر افغان ورسره په ډلې یې نه غږیږو هغوی چې کوم خیانت وکړ، ولس پرې ښه خبر دی او دا خیانت یې له افغانستان سره وکړ نه د ګلبدین سره.
محمد نبي د ۲۰۱۳ کال مارچ میاشت کې د نوروز منګل پر ځای د انټرکانټينيټل کپ سیالیو لپاره هغه مهال د لوبډلې مشر وټاکل شو چې د نوموړي په مشرۍ کې افغانستان د پاکستان خلاف په یو ورځنیو لوبو سیریز کې خرابې لوبې وکړې.
د نبي په کپتانۍ کې افغانستان ۲۰۱۴ کال اسیا جام سیالیو ته لار ومونده او په هغه جام کې یې یوازې بنګله دېش ته ماتي ورکړه.
نوموړی د ۲۰۱۴ کال نړیوال شل اوریز جام او ۲۰۱۵ کال نړیوال پنځوس اوریز جام پورې د لوبډلې کپتان پاتې شو، خو نوموړي د خرابې کارکردګۍ او د ده په کپتانۍ کې افغانستان یوازې په نړیوال جام کې یوه لوبه هغه هم له سکاټلینډ څخه وګټله.
د نړیوال جام وروسته نوموړي د ۲۰۱۵ کال په اپریل میاشت کې له خپلې لوبډلمشرۍ استعفا ورکړه. د نبي په لوبډلمشرۍ کې افغانستان ۲۸ یو ورځنۍ لوبې کړي،چې ۱۳ یې ګټلي او ۱۵ یې بایللي دي.

دغه راز د محمد نبي په لوبډلمشرۍ کې افغانستان ۱۲ شل اوریزې لوبې کړي چې شپږ یې ګټلي او شپږ یې بایللي دي.
د محمد نبي د کېپانۍ په وخت کې افغانستان بشپړ غړیتوب نه و ترلاسه کړی، نوموړي ډیرې بریاوې د نیپال، سکاټلینډ، مالیزیا، سینګاپور، عمان، کویټ او داسې نورو لوبډلو څخه ترلاسه کړې وې او یوازې یې په ۲۰۱۴ کال اسیا جام کې بشپړ غړیتوب لرونکې لوبډله بنګله دېش مات کړی و.
همدا ډول د ګلبدین نایب په لوبډلمشرۍ کې هم افغانستان په نړیوال جام کې له جنوبي افریقا، هند، پاکستان، بنګله دېش، ویسټ انډیز، اسټرالیا، انګلستان، نیوزیلینډ څخه په پرله پسې توګه ماتې وخوړې، خو له جام وړاندې یې سکاټلینډ، ایرلینډ ته په دریو سیالیو کې ماتې ورکړې وې چې په ټوله کې په خپله لوبډلمشرۍ کې ۱۳ سیالۍ وکړې۴ یې وګټلې او ۹ یې وبایللې.
د ګلبدین نایب په لوبډلمشرۍ په نړیوال جام کې افغانستان کولی شوی چې لږ تر لږه څلور پنځه لوبې هم وګټي خو د لوبغاړو د بې اتفاقۍ او ډلې ټپلو له کبله افغانستان له پاکستان، بنګله دېش، سریلانکا، ویسټ انډیز او هند څخه ګټلې سیالۍ وبایللې.
لیکوال: خان وزیر عابد