fbpx

افغان نولس کلنه لوبډله د اسیا جام پای لوبې څخه بهر شوه

خبریال وېبپاڼه / ۱۲ سپټمبر ۲۰۱۹ – ټاکل شوې وه چې نن د افغان نولس کلنو او بنګله دېش نولس کلنو ملي لوبډلو ترمنځ په ۲۰۱۹ کال اسیا جام سیالیو کې دوهمه نیمه پایلوبه ترسره شي، خو یاده لوبه د باران له امله لغوه اعلان شوه او بنګله دېش وتوانېده چې د نېټ رن ریټ په مخکیوالي پربنسټ پای لوبې ته لار پېدا کړي.

دغه راز د نولس کلنو په اسیا جام سیالیو کې بله نیمه پای لوبه د سریلانکا او هند ترمنځ باران لغوه کړه، چې سریلانکا هم له سیالیو بهر شوه او هند پای لوبې ته ولاړ، هند او بنګله دېش به د شنبې په ورځ پایلوبه ترسره کړي.

بنګله دېش په لومړي پړاو کې درې واړه لوبې ګټلې وې او د شپږ نومرو په لرلو سره په بي ګروپ کې لومړی مقام اخېستی و، خو افغانستان بیا په لومړي پړاو کې یوازې دوه سیالۍ وګټلې او ۴ نمرې یې ترلاسه کړې وې.

افغان نولس کلنو د اسیا جام سیالیو د پیل په لوبه کې خپلې سرسختې سیالې پاکستانۍ لوبډلې ته د ۸۵ منډو په توپیر ستره ماتې ورکړې وه.

دغه راز افغانستان د اسیا جام سیالیو په دوام له پاکستانۍ لوبډلې وروسته د کویټ نولس کلنې لوبډلې ته هم په ۷ ویکټو ماته ورکړې وه، خو له هندۍ لوبډلې څخه یې د اووه ویکټو په توپیر ماتې منلې وه او له بنګله دېش سره یې سیالي مساوي شوه.

د نولس کلنو په سږني اسیا جام سیالیو کې ټولټال اته لوبډلې لوبېږي،چې په دوو ګروپونو ویشل شوې وې چې یوازې هند او بنګله دېش یې پای لوبې ته ووتلې.

په (الف) ګروپ کې افغانستان، هندوستان، پاکستان او کويټ لوبډلې قرار درلود.

په (ب) ګروپ کې سریلانکا،بنګله دېش،امارات او نيپال لوبډلې قرار درلود.

دغه پنځوس اوریزې سیالۍ د سپټمبر میاشتې په پنځمه نېټه پیل شوي وې چې اوس تر پای لوبې رارسېدلي دي پای لوبه به هم د سپټمبر په څوارلسمه نېټه ترسره شي.

د نوولس کلنو لوبډلو ترمنځ د اسیاجام سیالیو زیاتې اتلولۍ هندۍ لوبډلې ګټلي،چې پنځه ځلې یې د یادو سیالیو اتلولي خپله کړي.

یاده دې وي چې افغانستان هم په ۲۰۱۷ کال کې د یادو سیالیو په پای لوبه کې سیالې پاکستانۍ لوبډلې ته د ۱۸۵ منډو په توپیر سخته ماتې ورکړې وه او د یادو سیالیو اتلولي خپله کړي وه.