fbpx

قریشي: ښایي هند سره مو تصادفي جګړه رامنځ ته شي

خبریال وېبپاڼه / ۱۲ سپټمبر ۲۰۱۹ – د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شامحمود قریشي وایي، ښايي د کشمیر اوسنی وضعیت د هند او پاکستان ترمنځ د تصادفي جګړې سبب شي.

شاه محمود قریشي ویلي، ملګري ملتونه او نورې نړیوالې ادارې باید د کشمیر مسئله له نږدې وڅېړي. د نوموړي په خبره په کشمیر کې خورا ناوړه وضعیت روان دی او دا لړۍ همداسې دوام وکړي نو ښايي د پاکستان او هند ترمنځ تصادفي جګړه رامنځ ته شي.

د قریشي په خبره د هند او پاکستان د جګړې په پایلو پخول هم پوه وو او اوس هم پوهېږي خو که پر پاکستان لارې بندې شي اړ دی چې جګړه پیل کړي.

څه وخت وړاندې هم د کشمیر په کړکیچنه مسعله باندې د پاکستان له غوښتنې وروسته د ملګرو ملتونو امنیت شورا د هند تر کنټرول لاندې کشمیر پر وضعیت د غور لپاره لومړنۍ مشورتي غونډه کړې وه.

له دغې غونډې وروسته ملګرو ملتونو کې د چین استازي ویلي، چې کشمیر کې وضعیت خطرناک دی او د امنیت شورا غړي په عمومي ډول داسې فکر کوي چې هند او پاکستان دواړه باید په یو اړخیز ډول کشمیر کې له اقدام کولو ډډه وکړي.
.
په ملګرو ملتونو کې د هند یوه استازي ویلي، چې د خپل اساسي قانون د ۳۷۰ مادې لرې کول یې کورنۍ موضوع ده او په دې کې پاکستان هیڅ ډول کار نه شي درلودی.

د هند استازي داهم ویلي چې هند تر خپل کنټرول لاندې د کشمیر ټولو هوکړو ته پوره ژمن دی.، نوموړی زیاتوي دا باید هند او پاکستان ترمنځ په خپل منځي توګه حل شي.

بلخوا پاکستان د امنیت شورا د غونډې هر کلی کړی دی او وایي، چې دغه غونډه د هند هغه ادعا ردوي چې ګواکې کشمیر د هند کورنۍ موضوع ده.

بلخوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ادعا کړې، چې هندوستان کشمیر په یوه لوی زندان بدل کړی دی او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا څخه یې د سیمې د نړیوالې پلټنې غوښتنه کړې ده.

تېره سه شنبه هم پاکستان د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا غوښتې و، چې هندوستان د کشمیر او جمو محدودیتونه لرې کړي او د دغو سیمو اساسي حقوق او آزادۍ د خپل ځانګړي دریځ له لغوه کېدو وروسته بېرته را وګرځوي.

خو هند هم د تېر په څېر دغه مسئله یوه داخلي مسئله وبلله او ویلي دي، چې پاکستان په دې برخه کې هېڅ موضعي دريځ او ځای نه لري.

هندي چارواکي وایي، چې پاکستان له دې مسئلې څخه د مرزي تروریزم د ترویج او فعالولو لپاره استفاده کوي او د پاکستان له لوري د جمو او کشمیر د مسئلې له نړیوالو کولو سره مخالفت کوي.

هندي لوړ پوړو چارواکو ویلي: «د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې یو پلاوی زموږ په هېواد باندې دروغجن او بې بنسټه تورنه لګوي. ټولې نړۍ ته څرګنده ده، چې دا ډول تورونه د نړیوال ترورېزم د مرکز پاکستان له لوري لګول کېږي، چېرته چې د نړیوال ترورېزم ټولې ځالې هملته دي.»

د یادونې وړ ده، چې د کشمیر پرسر د هند او پاکستان شخړو وروسته له هغه زور واخېست، چې د هند دولت د اساسي قانون ۳۷۰ ماده، چې له مخې یې کشمیر او جمو ځانګړې خودمختاري درلوده، لغوه کړه.