کور پاڼه / جالب / په ورځ کې د لمر د راختو او کوزېدو ١٦ ځلې ننداره

په ورځ کې د لمر د راختو او کوزېدو ١٦ ځلې ننداره

په فضا کې يو ګرځنده هوټل په ٢٠٢١ کال کې د خلکو د هرکلي لپاره پرانيستل کېږي، چرته نه چې به په يوه ورځ کې ١٦ ځلې د لمر د راختو او کوزېدو ننداره کېږي.

د راپورونو ترمخه، د نړۍ لومړى ګرځنده هوټل چې په فضا کې جوړېږي د ((او رو را سټېشن)) په نوم دى، چې له ځمکې څخه به ٢٠٠ ميله بره په فضا کې وي. دا هوټل به هر ډول اسانتياو مجهز وي، دا هوټل د يوې امريکايي ټېکنالوژۍ ((اوريو سپين)) په مرسته جوړېږي او په ٢٠٢١ کې به سر ته ورسېږي.

ويل کېږي چې د ١٢ ورځو په چکر هر څوک فضا ته ځي، نو هغوى به لومړى په دې هوټل کې دمه کوي، چې په ٩٠ دقيقو کې به د مدار يو چکر وهي او په دې وخت کې هر څوک چې په دې هوټل کې وي، هغوى به د لمر د راختو او کوزېدو ننداره ١٦ ځل کوي.

د هوټل جوړونکي وايي، چې د دې هوټل جوړولو څخه يې مقصد دا دى، چې له ځمکې څخه څوک فضا ته ځي، نو چې هلته ورته هر ډول اسانتياوې وي.

که تاسو غواړئ چې فضا ته د دوه اونيو لپاره چکر ولګوئ، نو بايد ١٠ ميلين ډالر درسره وي، د اوريون سپين مالک وايي، چې کوم خلک به مخکې فضا ته تلل، نو هغوى ته به ٢٤ مياشتې ټرېننګ ورکول کېده، خو اوس يې دا ټرېننګ راکم کړى او يواځې درې مياشتې ټرېننګ ورکول کېږي.

Loading...

بیا وګوره

په لبنان کې ميليونره خېرغوښتونکې مړه شوې

د لبنان پوليسو په يوه موټر کې د يوې ٥٢ کلنې خېر غوښتونکې مړى پېدا …

د اورګاډي ٢٥ ثانيې مخکې روانېدو له امله شرکت له خلکو بښنه وغوښته

په جاپان کې يو اورګاډى د خپل وخت نه ٢٥ ثانيې مخکې روان شوى و، …