fbpx

افغان حکومت: له ترهګرۍ سره مبارزه د ټولې نړۍ مسوولیت دی

خبریال وېبپاڼه / ۱۲سپټمبر ۲۰۱۹ -. وروسته له هغه چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره شپه یو ځل بیا وسله والو طالبانو ته خبرداری ورکړ او ویې ویل چې دوی به په بې سارې توګه وځپي افغان حکومت وایي، دوی نه یوازې له امریکا بلکې له ټولې نړۍ سره د ترهګرو پر وړاندې مبارزه کې همکار دي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند کبیر حقمل ویلي، له ترهګرۍ سره مبارزه نه یوازې د افغانستان بلکې د ټولې نړۍ مسوولیت دی او دوی د ترهګرۍ ضد مبارزه کې له ټولې نړۍ سره هم لاسي دي.

یادې شورا دغه راز پر ټولو هغو هېوادونو او ډلو د فشار راوړلو غوښتنه کړې ده چې د ترهګرۍ ملاتړ کوي. حقمل ویلي، که چېرته طالبان له ترهګرو خپله لار بېله کړي افغان حکومت ورسره خبرو ته چمتو دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره شپه ویلي وو، که وسله وال طالبانو بیا ځلې پر امریکا باندې د برید اراده وکړه، داسې زورور برید به پرې وکړوي، چې بیا به یې ترعمره په یاد وي او هېڅکله به یې هېر نه کړي.

ټرمپ د چهارشنبې په ورځ وویل «طالبانو داسې فکر کړی و، چې د کابل په وروستي برید سره به ځان قوي وښيي او د سولې په خبرو کې به ځان اوچت کړي؛ خو هغه څه چې دوی وکړل په اصل کې د دوی د کمزورۍ څرګندونه کوي.»

همدارنګه نوموړي په خپلو خبرو کې طالبانو ته خبردارۍ ورکړ او زیاته یې کړه: «که طالبانو بیا پر امریکا باندې د برید اراده وکړه، داسې قوي برید به پرې وشي او داسې به وځپل شي، چې بیا به یې هېڅکله هېر نه کړي.»

له دې وړاندې هم افغان حکومت ویلي و چې د سولې په روانه پروسه کې د رامنځته شوي خنډ لامل د افغانانو پر وړاندې د وسله‌والو طالبانو روانه جګړه او تاوتریخوالی دی.

حکومت په کلکه وایي، چې رښتینې سوله هغه وخت راتلی شي چې طالبان افغان وژنه بس کړي، اوربند ته غاړه کېږدي او له افغان دولت سره مخامخ خبرو ته حاضر شي.

سرچینه زیاتوي، افغانان او او دولت د باعزته او تلپاتې سولې غوښتونکي او د سولې په تړاو ټولو هلو ځلو ته ژمن دي او د سولې مشورتي لویې جرګې د پرېکړو پر عملي کېدو یې ټینګار کړی دی.