fbpx

پاکستاني ریاست د پي ټي ایم بل مشر اقبال هوتي نیولی دی

خبریال وېبپاڼه / ۱۲ سپټمبر ۲۰۱۹ – د خیبر پښتونخوا د ځایي رسنیو د تازه راپورونو له مخې پاکستاني پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ بل مشر اقبال هوتي نیولی دی.

ویل کېږي چې د پي ټي ایم په غړي اقبال هوتي باندې پاکستاني ریاست تور پورې کړی دی چې نوموړي د حکومت پر ضد شعارونه ورکړي او خلک یې د حکومت ضد فعالیتونو ته هڅولي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښې غړې ثنا اعجاز هم تایید کړې ده چې د غورځنګ مخکښ غړی اقبال هوتي نیول شوی دی او سبا به د سپټمبر پر ۱۳ مه نېټه د سهار پر مهال یاهم د ورځې په اوږدو کې د پاکستاني ریاست له لوري محکمې ته وړاندې شي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو پر پاکستاني حکومت تور پورې کړی دی چې د هغو خلکو پر وړاندې اقدام نه کوي چې تشدد کوي خو د سوله ییزو مدني فعالینو پر وړاندې بیا ټولې هغه کړنې ترسره کوي چې باید د تشدد کوونکو پر وړاندې ترسره شي.

تېره اونۍ هم د بښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا څانګې مرستیال عمرواړایچ له اسلام اباده غوښتي وو چې د پښتون ژغورنې د غورځنګ پر وړاندې هر ډول ظلم تیری او ځپونکي اقدامات باید نور پای ته ورسوي.

د بښنې نړیوال سازمان وایي، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ ټول توقیف شوي غړي، دغه راز نور سوله ییز فعالان باید سمدستي خوشې شي او په یادو پښتنو روان ظلمونه باید نور پای ته ورسول شي، خو پاکستان د دې سازمان غوښتنه لاهم نه ده منلې او ورځ تر بلې د پي ټي ایم غړي نیسي.

د اګست پر ۲۸ مه نېټه هم د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ويلي وو چې د پاکستان ریاست یې پرخلاف ښکاره جګړه اعلان کړې او په روانه یوه اوونۍ کې یې د دوی یو شمېر کسان نیولي دي.

دا خبرې منظور پښتین د خپلو ملګرو او د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړیو د نیول کېدو په غبرګون کې، چې تازه د پاکستان د ریاست لخوا نیول شوي کړې وې خو د اقبال هوتي په اړه یې لا څه نه دي ویلي.

منظور پښتین په ښکاره ډول وایي، د دوی غړي چې چېرته غونډه جوړوي او کوم ځای د حق غږ پورته کوي نو پاکستانی ریاست یې ورته نه پرېږدي او په پایله کې د دوی غړي له ځان سره وړي او بېلابېل کېسونه ورته جوړوي.

بلخوا د پاکستان پولیس وايي، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ ځینې غړي یې د ریاست ضد شعار ورکولو او ټولنیزو رسنیو کې د دغه ریاست د ضد فعالیتونو په تور نیولي دي.

په ځواب کې بیا پې ټي اېم بیا وايي، چې دوی خپلې قانوني غوښتنې لري او تر وروستیو شېبو پورې به د خپلو قانوني غوښتنو او حقونو ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوي او دا مبارزه به تر هغه پورې کوي، څو چې ځورېدلو پښتنو ته خپل حقونه نه وي رسېدلي.

Your SEO optimized title page contents