fbpx

نن د افغانستان، بنګله دېش او زمبابوې ترمنځ درې اړخیزه سیریز پیلیږي

خبریال وېبپاڼه / ۱۳ سپټمبر ۲۰۱۹ – د افغانستان، بنگله دېش او زمبابوې ترمنځ د بنګله دېش په کوربه توب د درې اړخیزه شل اوریزه لوبو جام تېره شپه د رسنیو په شتون کې نندارې ته وړاندې شو.

د دغو لوبو لړۍ به نن مازدیګر پنځه بجې د سپټمبر پر ۱۳مه نېټه د کوربه بنګله دېش او زمبابوې لوبډلو ترمنځ په لومړنۍ سیالۍ پیل شي چې افغانستان به سبا د سپټمبر په ۱۴مه نېټه د زمبابوې پر وړاندې په شېري بنګله نشنل کرکټ لوبغالي کې لوبه وکړي.

افغانستان به په درې اړخیزه سیریز کې د زمبابوې او بنګله دېش پر وړاندې دوه – دوه شل اوریزې سیالۍ ترسره کړي چې په دغو لوبو کې به دوه مخکښې لوبډلې د دې سیالیو پای لوبې ته لار پیداکړي.

افغانستان د شل اوریزو سيالیو لپاره په جوړه شوې اوولس کسیزه لوبډله کې ځوانو لوبغاړو هر یو رحمان ګربز، شاهدالله کمال، کریم جنت ،فضل نیازي، نوین الحق او فرید ملک ته هم د لوبېدو موقع ورکړل شوې ده.

په شل اوریزه لوبډله کې شامل لوبغاړي: لوبډلمشر راشد خان، ورسره مرستیال اصغر افغان، محمد نبي، شفیق الله شفق، حضرت الله ځاځی، نجیب الله ترکی، مجیب ځدراڼ، نجیب ځدراڼ، شرف الدین اشرف، شاهدالله کمال، کریم جنت، ګلبدین نایب، فرید ملک، فضل نیازی، دولت ځدراڼ، نوین الحق او رحمان الله ګربز.

د افغانستان شل اوریزې لوبډلې په کابل نړیوال کرکټ لوبغالي کې په مسلسله توګه تمرینات ترسره کړل له دغو تمریناتو وروسته یاده لوبډله بنګله دېش ته ولاړه او هلته یې هم بشپړ تمرینات وکړل، څو په یادو سیالیو کې ښه ولوبېږي.

د افغانستان، بنګله دېش او زمبابوې ملي لوبډلو ترمنځ به درې اړخيزه شل اوريزې سيالۍ د يادې میاشتې تر ۲۴مې نېټې پورې دوام وکړي.

له یادو سیالیو وروسته به افغان ملي لوبډله هند ته ولاړه شي او هلته به په نومبر میاشت کې په خپل کوربه توب د هند په لوبغالو کې د ویسټ انډیز خلاف یوه ټېسټ، د شل اوریزو سیریز او د پنځو یو ورځنیو سیالیو لړۍ هم ترسره کړي.

د یادولو ده بنګله دېش هېواد ته د سفر په لړ کې افغان لوبډلې په یوې ټېسټ لوبه کې هم بنګله دېش ته په ستر توپیر ۲۲۴ منډو ماته ورکړه. چې دا د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې دریمه پنځه ورځنۍ لوبه وه چې دوهمه بریا یې پکې خپله کړه.