fbpx

د زابل ښوونکو ته د یو کال معاشونه نه دې ورکړل شوي

خبریال وېبپاڼه / ۱۳ سپټمبر ۲۰۱۹ – د زابل ولایت د شملزو ولسوالۍ ښوونکي وايي، چې دولت ورته له یوه کال راهیسې معاشونه نه دي ورکړي.

د یاد ولایت ښوونکي وايي، چې د تېر کال راهیسې ورته هېڅ معاشونه نه دي ورکړل شوي او تمه لري، چې ولایتي چارواکي یې ستونزې حل کړي.

دوی زیاتوي، چې په دې ولایت کې زده کوونکو ته تر شنه اسمان لاندې زده کړې ورکوي، چې لا یې هم ځینې کړۍ زده کړو ته نه پرېږدي او سیاسي ګټه ترې اخلي او ورباندې د فساد او وسله والو طالبانو ته د معاشونو د ورکړې تورونه هم پورې کوي.

بلخوا د زابل ولایت قومي مشران هم وایې،چې په دې وروستیو کې ډیری تړل شوي ښوونځي د دوی په هڅو بېرته خلاص شوي، خو اوس یې حکومت د ښوونکو معاشونه نه ورکوي.

د زابل قومي مشران وایې ،په دې ولایت کې هغه سیمې چې زده کوونکې یې د جګړې له ویرې ښوونځیو ته نشو تللی اوس یې ښوونځي بېرته د زده کوونکو پر وړاندې خلاص شوي دي، خو دا مهال وروسره حکومت هیڅ مرسته نه کوي.

دغه قومي مشران وایې د زابل ولایت د ښوونکو د تېرو دولسو میاشتو معاشات له حکومت سره بند پاتې دي چې هیڅ ورته نه دي ورکړل شوي .

هغوی وروستی خبرداری ورکړ که چېرته یې دغه ستونزه مرکزي حکومت حل نکړي، نو د اعتراض په توګه به د زابل ولایت ښوونکي، زده کوونکي او ولسي وګړي په دې ولایت کې ټول ښوونځي یو ځل بیا وتړي.

د زابل ولایت ښوونکي بیا ادعا کوي چې په نا معلوم علت د ټولو ښوونکو د تېر یوکال معاشونه د حکومت له لوري نه دي ورکړل شوي، چې په دې ډول عمل سره به دوی هم د تدریس څخه لاس په سر شي، خو پر وینا یې دا به یوازې د زده کوونکو په زده کړو نېغ په نېغه منفي اغېزه وکړي.

د زابل ولایت د پوهنې ریاست هم دغه ستونزه تایید کړې او وایې چې له اړوندو چارواکو سره ېې دا ستونزه شریکه کړې، خو تر اوسه یې د حل لار ورته نه ده لټولې.