fbpx

هند: د پاکستان کشمیر ازادولو او پر خپله خاوره ورګډولو ته تیار یو

خبریال وېبپاڼه / ۱۳ سپټمبر ۲۰۱۹ – د هند د پوځ مشر جنرال روات ويلي هندي پوځ دې ته تيار دی چې د پاکستان تر ولکې لاندې کشمير هم آزاد کړي او پرخپله سيمه يې ورګډ کړي.

نوموړي نن د اېشيا نيوز انټرنېشنل سره په مرکه کې ويلي، د دوی بل ګام به د پاکستان نه د کشمير خلاصول وي، نوموړي ويلي د هند حکومت چې هر وخت پوځ ته امر وکړي، دوی يې عملي ګامونو پورته کولو ته تيار دي.

د کشمیر پرسر د هند او پاکستان کړکیچ وروسته له هغه زور واخېست، چې د هند دولت د اساسي قانون ۳۷۰ ماده، چې له مخې یې کشمیر او جمو ځانګړې خودمختاري درلوده، لغوه کړه.

د پاکستان او هند ترمنځ کړکیچ ان تر دې هم رسېدلی دی چې پرون د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شامحمود قریشي ویلي وو، ښايي د کشمیر اوسنی وضعیت د هند او پاکستان ترمنځ د تصادفي جګړې سبب شي.

شاه محمود قریشي ویلي، ملګري ملتونه او نورې نړیوالې ادارې باید د کشمیر مسئله له نږدې وڅېړي. د نوموړي په خبره په کشمیر کې خورا ناوړه وضعیت روان دی او دا لړۍ همداسې دوام وکړي نو ښايي د پاکستان او هند ترمنځ تصادفي جګړه رامنځ ته شي.

د قریشي په خبره د هند او پاکستان د جګړې په پایلو پخوا هم پوی وو او اوس هم پوهېږي،خو که پر پاکستان لارې بندې شي اړ دی چې جګړه پیل کړي.

دغه راز محمود قریشي ادعا کړې، چې هندي چارواکو کشمیر په یوه لوی زندان بدل کړی دی او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا څخه یې د سیمې د نړیوالې پلټنې غوښتنه کړې ده.

په ورته وخت کې تېره سه شنبه هم پاکستان د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا غوښتې و، چې هندوستان د کشمیر او جمو محدودیتونه لرې کړي او د دغو سیمو اساسي حقوق او آزادۍ د خپل ځانګړي دریځ له لغوه کېدو وروسته بېرته را وګرځوي.

خو هند هم د تېر په څېر دغه مسئله یوه داخلي مسئله وبلله او ویلي دي، چې پاکستان په دې برخه کې هېڅ موضعي دريځ او ځای نه لري.

هندي چارواکي وایي، چې پاکستان له دې مسئلې څخه د مرزي تروریزم د ترویج او فعالولو لپاره استفاده کوي او د پاکستان له لوري د جمو او کشمیر د مسئلې له نړیوالو کولو سره مخالفت کوي.