fbpx

د پوهنتون تکړه استاد کيسه کوي!

ليکنه: علي شباب

خبریال وېبپاڼه / ۱۳ سپټمبر ۲۰۱۹ – ځمکه مې خرڅه کړه، زده کړې مې وکړې آن تر (PHD) لاړم، خو ښې زده کړې مې وکړې. وطن ته راغلم کورنۍ، ملګري، خپلوان په تمه وو، چې اوس به زه چېرته په ولسمشر پسې دوهم شخص جوړېږم.
څو ورځې په ډېرو دفترونو وګرځېدم، نتيجه يې ورنکړه اخر مجبوره شوم موټر شويي مې جوړه کړه. د خپلوانو د خندا شوم خو ما د ځان پر ځاى خپلې کورنۍ ته ډاډ ورکوه.
ډېرې عجيبې ورځې راغلې. موټر شويي مې ډېره کمزورې وه، يوه کچه کوټه يې لرله، چې په کړکيو کې مو د ښيښو پر ځاى پلاستيکونه راځړولي وو د کابل هوا خو درمعلومه ده هره ورځ به مو د باد له لاسه نوي پلاستيکونه ورته راوړل.
تربورانو ته زما دې کار سخت خوند ورکوه پاکې موټرې به يې راوستلې او ما به پريمينځلې، ما سره څو کسانو نورو هم کار کوه خو د تربورانو موټرې به مې په وياړ خپله مينځلې.

د ژمي موسم و ساړو سم خوله لګوله، ما د پلاستيکې کړکۍ د طبيعت ننداره کوله، چې يوه مزده موټر مو موټر شويي ته راتاو شو ګورم چې د کاکا ځوى راوستى دى.
ووتلم موټر د غواګانو له خوشيانو ډک و; خداى مې دې غاړه نه بندوي فکر کووم خپله يې پکې اچولي وو ماته يې ويل دا مو د ملګرو موټر دى لږ يې پاک کړه. ما سره لګيا کارکوونکي موټر خواته روان شول ما پرېنښودل، ځکه د تره بچي هيله مې ماتېدله هغه په دې هيله راغلى و، چې موټر زه پرېمينځم او زه ورته خجل شم نو ما هم نهيله نه لېږه.
هغوى ته مې د چاى امر وکړ خپله مې لمنه وتړله او لستوڼي مې رابډ وهل، که رښتيا ووايم په دې کار نو سخت خفه وم سترګې مې له اوښکو ډکې وې خو کار مې ښه په جرات سره کاوه، تره ځوى مې د چاى د ګيلاس سره راووته راته وايي سم يې پاک کړه… رښتيا ووايم ډېر سخت حالت و خو دا يې هيله وه او ما پوره کوله.

څو ورځې وروسته

موټر مې مينځه د موټر خاوند وارخطا و ما به هڅه دا کوله، چې موټر ښه پاک کړم تر څو بيا ماته راشي. ما ورته کړه چې ولې دومره ورخطا يې ويل يې محصل يم آزموينه لرم.
دې نو په اقتصاد پوهنځي کې زده کړې کولې او زه د همدې برخې ډاکټر وم.
مال په کوم مضمون کې ازموينه لرې؟ ويل يې اکونټنګ کې ورته مې وويل هغې کوټې ته لاړ شه زه درځم.
ځوان لاړ زه هم ورپسې لاړم، مال پرچې لرې؟
شروع مې کړه د شپږو مياشتو درس مې ورته پنځلس دقيقو کې خلاصه کړ، سړى هک پک و راته وايي هغه موټر تا نه مينځه.
د هو لپاره مې ورته سر وخوځوه، مال ژوند دى، د خپلو زده کړو په هکله مې ورته وويل له سړي خپله آزموينه هېره شوه هک پک و.
راپسې ونښته ويل يې ما سره به پوهنتون ته ځې زه دې رئيس سره کينووم رئيس مې ملګرى دى تر څو د استادۍ کار دې وشي. ورسره روان شوم راته وايي نورې جامې نه اچوې مال نه هڅې نه هم کار مې نه کېږي خو ستا لپاره به لاړ شم.

لوند خيشت د رئيس په دفتر کې يوې خواته ودرېدم په رياست کې ډېر ښه او لوکس کوچونه پراته وو هېڅ مې زړه نه غوښته، چې کينم رئيس راباندې د مستري شک وکړ خو يو جاينماز مې چپه په کاوچ واچوه او کيناستم.
محصل ورته غريو نيولى وپېژندلم رئيس خندان په تمسخر زما خواته راوکتل، د ځان خلاصي په خاطر يې وويل ډېمو ته چمتووالى ونيسه موږ به زنګ درته وکړو.
ما زياته کړه زه ډېمو ته چمتو يم په رئيس مې دا خبره ښه ونه لګېده خو ما تاکيد وکړ، دستي يې ټليفون واخيست، بلې! هغه پاکستانى استاد هغه فلانکى او هغه بيستانکى استاد اتم سمستر ته ولېږئ، چې ډيمو لرو.
د رياست نه يو خيرن جامه او يو سپريدار رئيس روان شول رښتيا يو مارکر يې راکړ ما ترې د دوو نورو غوښتنه هم وکړه سړى هک پک و.

ټولګى(کلاس) ډک و، سلام مې وکړ ټول صنف موسکى موسکى کيده، زه پوهېدم چې زما جامو او د کابل په دومره قوي پوهنتون کې استاد کېدل، په همدې پسې مسکاوې شروع دي.
ماته وايي شروع کړه، مال په څه کې درس درکړم ويل يې ستا خوښه. ما لس د اقتصاد موضوعات په تخته وليکل، خط مې په تخته ډېر ښه ښکارېده، بنګ منګ ورک شو، مال کومه موضوع تشرېح کړم.
ويل يې دا دوهمه هغه مې بيا په څو برخو ووېشه مال دې کې کومه موضوع، ويل يې دا درېمه هغه مې بيا په څو برخو تقسيم کړ مال دې کې کومه، بس ټوله تخته باندې مې د سيمستر د پيل نه تر اخره ټول موضوعات وليکل دوه وصل تختې ډکې شوې.
ناڅاپه د لاسونو پړکا پيل شوه شاته مې مخ واړوه ټول صنف ولاړ دى مخې ته يې يو خيرن ځوان لوند خيشت د ډېرو هيلو سره ولاړ دى.
رئيس غږ وکړ، ځوانه څومره معاش غواړې ډېر هيله من شوم.
ووتلو دستي يې پنځه کلاسونه راته راوسپارل ما لکه ماشين کار کوه فرصت لاس ته راغلى و د مياشت په اخر کې يې راته د پوهنتون د غوره استاد او د جيګ معاش وړونکي په نامه مراسم ونيول جيګ معاش په دې پوهنتون کې تر پنځوس زرو و خو ما ترې يو سل او شل زره افغانۍ واخيستې.
له هغې وروسته په امريکايي پوهنتون، وزارت ماليه، نړيوالو کمپنيانو، نړيوالو پوهنتونونو سره دندې ترسره کړې.
د موټر شويي د قرارداد مې چې کال پوره کېده ما د نړۍ ديرش هېوادونه ليدلي وو.
زه مې خپلوان ته اوس هم ډېره مينه ورکووم، ډېر احترام يې هم کووم، هو هغوى هم پوه شوي دي شاته مې بالښت ږدي اوس مې تخلص سره صيب هم وايي.
له رب مې خوشاله يمه، يوه وړه خاني ده او جوړه ده.

ژوند ته مه تسليمېږۍ، ژوند اړخونه لري تل د سبا په غم کې شئ. همدا کافي ده چې ځانته خجل نه ياست، او فرصتونه مو په ژوند کې حتمي راځي.