fbpx

درې اړخیزه سیریز: بنګله دېش زمبابوې ته په دریو ویکټو ماته ورکړه

خبریال وېبپاڼه/ ۱۳ سپټمبر ۲۰۱۹ – د بنګله دېش په کوربه توب د درې اړخیزه سیریز د پیل په لوبه کې بنګله دېش زمبابوې ته په دریو ویکټو ماتې ورکړه.

د افغانستان، بنګله دېش او زمبابوې لوبډلو ترمنځ د درې اړخیزه سیریز د پیل په لوبه کې نن بنګله دېشۍ لوبډلې پچه وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پریکړه وکړه.

یاده شل اوریزه لوبه د باران له امله اتلس اورونو ته راښکته شوه، چې زمبابوې هم په ټاکل شویو شلو اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره بنګله دېش ته د ۱۴۵ منډو هدف وټاکه.

زمبابوې لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې هملټن مسکډزا ۳۴، دغه راز ریان بورل په زړه پورې توپ وهنه وکړه نوموړي ۵۷ چټکې منډې وکړې چې د هدف په ټاکلو کې ښه رول ولوبوه.

د بنکله دېش لپاره په توپ اچونه کې تاج الاسلام، محمد سیف الدین، مسفیض الرحمان او مصدق حسین یو-یو لوبغاړی له مخې پورته کړ.

د بنګله دېش ملي لوبډله د ټاکل شوي ۱۴۵ منډو هدف په تعقیب کې په لومړیو کې پاتې راغلې وه، خو د دوو ځوانو لوبغاړو پر مټ یې په وروستیو کې بایللې سیالي په خپله ګټه پای ته ورسوله.

د بنګله دېش لپاره په توپ وهنه کې سمیه سرکار۴، شکیب الحسن ۱ مشفیق الرحیم ۱، خو ورپسې مصدق حسین ۳۰ ناسوځېدلې او افیف حسین ۵۲ منډې وکړې چې د بریا په ترلاسه کولو کې ښه رول ولوبوه.

د زمبابوې لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې مدزیوا، چتارا او جارویس دوه- دوه لوبغاړي له مخې پورته کړ او ورسره یو لوبغاړی بیا بورل وسوځوه.

د درې اړخیزه سیریز دا لومړۍ سیالي د بنګله دېش کرکت ملي لوبډلې د دریو ویکټو په توپیر سره وګټله چې د لوبې غوره لوبغاړی هم اعفیف حسین ونومولو شو.

په دې لوبلړۍ کې به افغانستان سبا د سپټمبر پر ۱۴مه نېټه د زمبابوې پر وړاندې په شېري بنګله نشنل کرکټ لوبغالي کې خپله لومړۍ لوبه وکړي.

د یادولو ده افغانستان به په درې اړخیزه سیریز کې د زمبابوې او بنګله دېش پر وړاندې دوه – دوه شل اوریزې سیالۍ ترسره کړي چې په دغو لوبو کې به دوه مخکښې لوبډلې د دې سیالیو پای لوبې ته لار پیداکړي.