fbpx

سل زره امنیتي ځواکونه به د ولسمشریزو ټاکنو امنیت تامین کړي

خبریال وېبپاڼه / ۱۶ سپټمبر ۲۰۱۹ – د کورنیو چارو وزارت وایي چې ۷۰ زره سرتېري د ولسمشریزو ټاکنو په ورځ د امنیت د تامین لپاره ګومارل کېږي خو تر څنګ به یې ۳۰ زره نور هم د تیارسی په حالت کې وي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت الله رحیمي په یو خبري کنفرانس کې وویل” د افغان ځواکونو ترمنځ بشپړه همغږي رامنځ ته شوې ده څو وکړی شي د دغه مهمې ورځې امنیت په سمه توګه خوندي کړي او خلک په پوره ډاډ سره د خپلې خوښې وړ کاندید ته رایه ورکړي.

د نصرت رحیمي په وینا د ټولو پرانیستو ټاکنیزو مرکزونو امنیت به تامنېږي او دوی په دې اړه ډاډ ورکوي

بلخوا پرون یکشنبه هم د ټاکنو امنیت د ترسراوي کمیټې ګډه غونډه په کورنیو چارو وزارت کې د ټاکنو د ترسراوي د زیربطو بنسټونو د لا زیاتې همغږۍ، په مرکز او ولایتونو کې د ټاکنو د امنیت د ټینګښت او د دې ملي پروسې د اړتیاوو د حلولو په موخه ترسره شوه.

دې کمېټې هم په ټینګار سره وویل چې ټاکنو ته څو محدودې ورځې پاتې او امنیتي پلانونه باید په بشپړ ډول په سمه توګه پلي شي.

د معلوماتو له مخې ټاکنو د ترسرواي کمیټه کې کورنیو چارو وزارت، ملي دفاع وزارت، د ښځو چارو وزارت، د حج او اوقافو وزارت، د ملي امنیت عمومي لوی ریاست، د ټاکنو خپلواک کمېسیون او د سیمه ییزو بنسټونو خپلواک ریاست شامل دي.

افغان حکومت د جمهوري ریاست پر ټاکنو او له دې لارې د یوه قوي، قانوني او مشروع حکومت په رامنځته کېدو ټینګار کوي، تر څو د سولې روانه پروسه په بشپړ دقت او تدبیر مخ ته یوسي.

ولسمشر غني د کابیني غړو ته ویلي د ټاکنو په اړه دې هېڅ شک او شبهه نه وي، دا زموږ ملي دنده ده، دا زموږ قانوني وجیبه او اخلاقي ژمنتیا ده. په همدې اساس دې مسوولین په ټاکلي وخت د شفافو او ټولشموله ټاکنو د ترسره کېدو لپاره هره اړینه مرسته وکړي.

له دې وړاندې اجرایه رئیس عبدالله عبداالله هم په خپلو خبرو کې ویلي وو، چې راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې به پر خپل وخت سره ترسره شي او د ملي یووالي حکومت د ټاکنو تر سراوي ته ژمن دی.

د اجرایه رئیس عبدالله عبدالله پر وینا د افغانستان ټولې امنیتي ادارې دې د ټاکنو د امنیت په تامین کې په پراخه توګه برخه واخلي او د یو مسوولیت له مخې دې د هغو کسانو مخه ډب کړي چې غواړي راتلونکې ټاکنې د بحران سره مخ کړي

بلخوا د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب هم وایي چې افغان امنيتي ځواکونه په ټول توان هڅه کوي چې په راتلونکو ټاکنو کې د ټاکنيزو مرکزونو او خلکو امنيت په پوره ډاډ سره ونيسي.

د معلوماتو له مخې د ټاکنو خپلواک کمېسیون هم ټولو نوماندانو ته مشخصه کړنلاره ورسپارلې ده چې هغې ته په نظر دې خپل دوه میاشتینی کمپاینونه ترسره کړي.

د افغانستان راتلونکي ولسمشریزې ټاکنې ټاکل شوې د راتلونکې میزان میاشتې پر ۶مه نېټه تر سره شي.

Your SEO optimized title page contents