The news is by your side.

٥٠ سلنه غالۍ اوبدونکي بېکاره شوي

خبریال وېب پاڼه/ د غالیو اوبدلو په کاروبار د کرونا ویروس سیوری!

د غالیو صادراتي او تولیدی ټولنه وايي د کرونا ویروس له امله ۵۰ سلنه غالۍ اوبدونکي په مرکز او ولایتونو کې بېکار شوي دي.

د کرونا له امله په مرکز او ولایتونو کې سلګونه قالین او غالۍ اوبدونکي بېکاره شوي دي.

د غالیو تولیدي او صادراتي ټولنه وايي چې د پولو د تړل کېدو له امله کارخانې له غالیو څخه ډکې شوي دي او ډېری کارخانې او د غالیو ویشونکي شرکتونو په مرکز او ولایتونو کې خپل فعالیتونه درولي دي.

د غالیو کارخانې خبرداری ورکوي، که چېرې حکومت دې موضوع ته پاملرنه ونه کړي په هېواد کې د غالیو صنعت به له ماتې سره مخ شي.

اوس مهال هم زیات شمېر غالۍ اوبدونکو خپلو کارخونو کې د غالي اوبدلو کارونه بند کړي دي.

کابل کې یو شمېر کارخانې شته چې د غاليو د توليد کچه په کې صفر شوې ده.

اوس تر زر متره زياتې غالۍ سره جمعه کړای شوي دي او په کور دننه او بهر کې هېڅ پلورونکی نه لري.

د یادو کارخونو مسؤولین وايي، چې له تېرو دریو مياشتو راهیسې يې هېڅ يوه غالۍ هم بهر ته نه ده صادره کړې او په وينا يې د کارکوونکو برخليک يې هم نه دی معلوم.

تولیدي شرکتونه وايي مخکې تر دې به ۷۰ سلنه غالۍ پاکستان ته او پاتې نورې به چين، امريکا او اروپا ته صادرېدلي، خو اوس د پولو د تړل کېدلو له مله هېڅ صادرات نه دي شوي. او د دې صنعت ۸۰ سلنه غالۍ اوبدونکي ښځې دي.

د شمالي، مرکزي او لویديځو ولايتونو په زیات شمېر کليو کې غالۍ اوبدونکي شته او اوس د کرونا ويروس له امله پنځوس سلنه غالۍ اوبدونکي بېکاره شوي دي.

د غاليو د توليد او صاداراتو د ټولنې د شمېرو له مخې تر دې مهاله ۲۰۰زره متره مربع غالۍ د بازار د نشتوالي له امله امبار ته ورته جمعه کړای شوي دي.

د دې انجمن رئيس ويلي چې که حکومت دې برخې ته پاملرنه ونه کړي، د هېواد د غاليو صنعت به سخت زيانمن شي.

د زیاتو کارخونو مالکان د پانګې له کموالي او مالي ستونزو سره هم مخامخ شوي دي.

هغه کسان چې غالۍ اوبدونکي وو، اوس هغوی ته د ورځنۍ ګټې ورکولو پيسي هم نشته او غالۍ اوبدونکو ته د خامو موادو د ورکړې پروسه هم بنده شوې ده.

افغانستان کې د غاليو اوبدلو صنعت کم و زيات يو ميليون کسانو ته په مستقيم او غيري مستقيم ډول د کار زمينه مساعده کړې ده.

د افغانستان اکثره غالۍ لومړی پاکستان ته صادریږي او پاکستان کې بيا تر مینځلو وروسته د پاکستان په نامه د نړۍ نورو هېوادونو ته وړل کیږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.