کور پاڼه / جالب / له سېکس مې تېښته کوله

له سېکس مې تېښته کوله

په دې کيسه کې د بالغ يا لويانو لپاره معلومات دي، خو کيسه کوونکي خپل نوم يا پېژندنه نه ده ښکاره کړې، يواځې خپله کيسه يې کړې.

ما ډېرې شپې په ژړا تېرې کړې.

له يو شمېر ډاکترانو سره له ليدنې نه وروسته زما ستونزه زياته شوې وه، هر وخت به زما په خپګان او تشويش کې زياتى راتلو، د خپلې ستونزې لپاره ما پټ په پټه له هند څخه سوونو پاونډو وياګرا ټابليټ راغوښتي ول.

د وياګرا په يوه پاکټ کې ٢٠ ټابليټ وي، چې د يو ټابليټ بيه يو نيم سل ده.

په تشناب کې به مې ټابليټ وخوړ او فکر به مې کاوه چې اوس به هر څه سم وي.

د ټابليټ اثر:

زه ٢٥ کلن يم او زه په دې نه پوهېدم چې په دې دومره کم عمر کې زه له دې ستونزو سره ولې مخ شوم.

کله چې به زما ټابليټ خلاص شول، نو بيا به زه ستونزو راګېر کړم، ځکه چې ټابليټ به نه ول نو بيا به له سيکس يا جنسي اړيکو څخه تښتېدم.

دې ټابلېټو به خپل اثر ښکاره کاوه، خو ستونزه دا وه چې ما د دې ټابلېټو په مرسته له جنسي اړيکو څخه خوند نه اخيسته، هر وخت په مې په مازغو کې يوه ويره پرته وه.

زه چې کله ١٦ کلن وم، نو د لاس نه به مې کار اخيست او هغه وخت ما په خپل بدن کې د کمزورۍ احساس کړى و. د دې کار لومړۍ نښې په ما کې ښکاره شوې وې.

راروانې ١٢ مياشتې بيا حالت ډېر خراب شو او بيا له لاس څخه کار اخيستل يا جنسي اړيکه نيول زما لپاره ګران شول.

ماته دا احساس هم شوى و، چې زما ملګرې ته هم زما د جنسي کمزورۍ په اړه معلومات شوي او دا زما لپاره ډېر دردونکى حالت و.

هر څوک رشخند وهي:

زما داسې هېڅوک نږدې نه ول چې خپله دا ستونزه مې ورته ويلې واى، د مکتب ملګرو به راباندې رشخند واهه، د شرمه مې کور کې پلار سره خبرې نه شوې کولاى، بلکې د خپلو ځينې نږدې ملګرو سره به مې ګډې وډې ويلې، لکه ځوانان چې يې وايي.

ما فکر کاوه چې د جنسي ستونزې به يواځې بوډاګان لري، خو د ځوانانو سره هم دا لويه ستونزه ده.

په يوې وروستۍ څېړنه کې معلومه شوې ده، چې له ٤٠ کالو څخه د کمو عمرونو په هر څلورو نفرو کې يو يې د جنسي ستونزو ښکار دى.

زما ډاکتر راته ويلي و، چې په لسو کې يو کس کې د ژوند په هر پړاو کې دا ستونزه راپېدا کېداى شي. بيا هم دا يوه داسې ستونزه ده، چې د خبرو کولو لپاره به درسره ډېر کم خلک وي. داسې خلک چې ستا ستونزه سمه واوري او درک دې کړي.

ما فکر کاوه چې که لوڅ فلمونه وګورم نو يو څه مرسته به ترې ترلاسه کړم، خو داسې هېڅ هم ونه شول، په دې فلمونو کې چې څه ښوول کېږي، هغه په رښتيني ژوند کې هېڅ امکان نه لري.

يوه ورځ زما ملګرې د وياګرا ټابلېټ وليدل، له ما يې وپوښتل چې دا څه دي؟ د دې خبرې په پټولو مې هم بدن له خولو ډک شو.

نن وايم، بايد ما ورسره هغه وخت خبرې کړې واى، خو د شرم له وجې مې ونه شوې کولاى.

ما غوښتل ځانوژنه وکړم:

څو کلونه مخکې مې غوښتل چې ځانوژنه وکړم، ځکه مينه کول او جنسي اړيکې نيول راته نور ګران ول.

ما فکر کاوه چې زه به هېڅ کله د بچو پلار نه شم، او د جنسي ستونزې له امله به مې دا خپلوي هم له منځه لاړه شي. زه هغه شپې نه شم شمېرلى، چې ما په ژړا تېرې کړې دي، ما به هر وخت د همدې ستونزې په اړه فکرونه کول.

د رواني ناروغۍ څخه ځان ساتلو لپاره ما نشه پيل کړه، خو بيا مې فکر وکړ، چې د جنسي کمزورۍ لپاره زه ولې خپل ټول بدن تباه کړم.

يوه ورځ مې فکر وکړ، چې د خپلو ټولو ستونزو په اړه مې له خپلې مور سره خبرې وکړم. ما هغې ته وويل چې زه مرم، دا ستونزه له ما څخه ژوند اخلي.

هغې چې زما خبرې واورېده، له خوده ووته، خو هم هغې بيا زما مرسته وکړه. راته يې وويل له نوي ډاکتر سره ووينه. نوي ډاکتر راته يو شمېر ټابلېټ، ستنې او نور شيان راکړل، ما ډېر په ډاډ له نوموړي څخه درملنه کوله.

ډاکتر راته وويل چې دا ټول شيان د لوڅ فلمونو پر وخت ممثلين کاروي، دا درملنه ډېر دردونکې وه، شپږ اونۍ وروسته مې د دې ډاکتر درملنه هم پرېښوده.

د ستونزې حل:

يوه ارواپوه راته وويل، چې دا هر څه يواځې د ذهن زېږنده دي، چې دا خبره مې واورېده، نو بيا يې ليدو ته ورنغلم، ځکه زه پوهېدم چې زه له کوم حالت سره مخ وم.

زما معاينې روانې وې، له يوې معاينې راته معلومه شوه چې زما د جنسي آلې خوا و شا وينه سم ګردش نه کوي، دې ته وينز ليک هم وايي.

خو ډېر پوهان وايي، چې دا ستونزه يواځې له دې نه راپېښېږي.

يو اخر يو ډاکتر راته مشوره راکړه، چې جنسي آله کېږدم، داسې به ستا دا ستونزه رفع شي. ما د همدې ډاکتر خبره ومنله او يو لوى عمليات مې ترسره کړ، نن زه خپله جنسي اله کنټرولولاى شم.

خلکو ته مشوره:

زما نوې ملګرې ته د دې خبرې معلومات شته، ما ورته په ګپ کې يوه ورځ ويلي و. هغه زما په خبره پوه شوه. زه اوس هم ارمان کوم، چې ولې مې له دې سره د پخوا راهيسې اړيکې نه وې، ژوند به څومره اسان و.

اوس زما ملګرو ته هم د دې خبرې معلومات شته، هغوى ماته د ټوکو په ډول روبوټ مېن وايي. هغوى په دې اړه له ما څخه ډېرې پوښتنې کوي.

له داسې ستونزو سره مخ خلکو ته زما مشوره دا ده، چې زر تر زره دې داسې يو تن پېدا کړي، چې ورته د خپلې ستونزې په اړه وويلاى شي.

خپله ستونزه له يو چا سره شريکول سړى اراموي. هڅه وکړئ چې د دې درملنه وکړئ، که درته اسانه وي نو داسې ملګرې پېدا کړئ، چې ستاسو حالت درک کړي.

او د وياګرا په څېر درملو څخه ډډه وکړئ، ځکه دا د وخت او پېسو ضياع ده، دا ستاسو ستونزه نه شي هوارولاى.

خبريال په ګوګل پلى سټور کې

اوس د خبريال ايپ په خپلو انډرويډ موبايلونو کې هم ښکته کړئ او د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه چټک ترلاسه کړئ.
Loading...

بیا وګوره

جاپان کې يو روبوټ غواړي چې ښاروال شي

د ټېکنالوژۍ او روبوټونو د هېواد څخه تازه خبر دا راغلى دى، چې په دغه …

د سامسنګ نوى ځيرک موبايل، چې هېڅ يقين به ونکړئ

که چېرته تاسو ځيرک موبايل لرئ او په هغې کې انټرنېټ کار نه کوي، يا …