fbpx

که نجیب وطنپال او غازي ‌امان الله اتل نه وو ګلبدین څوک دی؟‌

خبریال وېبپاڼه / ۱۶ سپټمبر ۲۰۱۹- دافغانستان د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیاریو ځل بیا په خپلو څرګندونو کې دافغانستان تاریخ ، دافغانستان میړني او د افغانستان ولس ته سپکاوی وکړ.

ګلبدین چې له اره د پاکستان استخباراتي ادارې ته په کار کولو تورن دی وايي چې:

( ډاکتر نجیب الله وطن پال نه وو ، غازي ‌امان الله خان او احمدشاه مسعود اتلان نه وو) حکمتیار صیب !

په کابل کې د پاکستان لپاره (۶۰۰۰۰) زره بېګناه وګړي‌ تا شهیدان کړل او د وطن دوستي‌ چیغي ‌هم ته وهې ؟

ښاغلی حکمتیار !
ته خبر یې چې دافغانستان (۱۰۰) کلنه اردو دي د پاکستان (ستاسو بادار) لپاره دړي وړي کړه ، او ته بیا هم د وطندوستي ‌چیغي وهې ؟‌

حکمتیارصیب !

تاسو خو ددې هیواد د پوځ الوتکې ، ټانکونه او توپونه په فیصل اباد کې د اوسپیني په نرخ وپلورل ، بیا هم ته د وطن دوستي‌ چیغي ‌وهې ؟

دولسمشرئ کاندیده !

ته خبر یې چې د هغو یتیمانو نه اوس رایه غواړې چې پلرونه یې تا یوازي‌ د دې لپاره شهیدان کړی چې ستا په نظر مسلمانان نه وو.‌

حکمتیار صیب تاسو ویلي ‌چې ډاکتر نجیب الله وطن دوست نه وو، ایا که هغه وطندوست نه وای بیا به یې اوس ماڼۍ لرلای او دو لوڼو به یې مزدورۍ نه کولای .‌

ګلبدین حکمتیاره !

له ډاکتر نجیب الله سره خو دي دښمني وه او هغه هیڅ وطن فروش په قراره نه پرېښودو ،نو ښايي ستاسو زغمونه به لا نه وي‌رغول شوي ، خو غازي‌امان الله خان ته څنګه په سپکه سترګه ګورې ؟

ایا ته پوهېږې تاسو ویلي ‌چې غازي ‌بابا (امان الله خان )‌اتل نه دی ؟

بیا تاسو اتل یاست چې د هیواد لویشت لویشت خاوره مو د بېګناه انسانانو په وینو لمده کړه ؟‌

ایا تاسو حافظه لرئ ؟

که حافظه لرئ لږ مو تېرو وختونو ته وګورئ چې څومره بېګناه افغانان مو شهیدان کړل او دا هرڅه مو د چا لپاره وړکړل ؟‌

ښاغلی حکمتیار !

ته پوهېږې چې تاسو تر اوسه د پآکستان د ګډو لپاره کار کوئ‌او د پخوانیو قسمونو چې تاسو له پاکستان سره اخیستي د پوره کولو هڅه کوئ ،؟

خو ، خو یوه خبره واوره !

حکمتیار صیب !

دا نیویمه لسیزه نه ده ، اوس پېړۍ بدله شوې ده ځان بدل کړه کنه دا دوخت داسي‌سیلاب او څپه ده چې نوم او نښان به دي درورک کړي .

ستاسو په څېر ډېر افغان دښمنه دې خاورې کې پیدا شوي‌دي ،خو ډېر اوږ سفر یې نه دی کړی .‌

تاسو خو اوس د هیواد د اداره کولو لپاره ملا تړلې ده ،خو په اصل کې خپل کور هم نشئ اداره کولای .

ستاسو سکه زوی ستاسو مخالف دی او پر تاسو د بدبختي‌د عامل شاهدي درکوي .

د ګلبدين حکمتیار زوى: پلار مې د ټولو بدبختیو مسوول دی

حکمتیار صیب تاسو کله هم دافغانستان دوست ځکه نشئ جوړېدلای چې تاسو افغانستان پلورلی دی .

احمد شا مسعود تر تاسو ښه وو،‌تر تاسو ډېر ښه وو،ځکه چې هغه جګړه کوله خو خپلو خلکو ته یې عزت او ژوند ورګاټه او تاسو ؟‌

تاسو خو د مرګونو سوداګر او د ای ایس آی جاسوس واست .

زه دا نه وایم چې تاسو جهاد کړی ،تاسو هغه مهال هم د ضیاالحق د غوښتنې پر اساس افغانان وژل او نن هم د عمران خان او باجوه لپاره افغانان وژنۍ .

حکمتیار صیب لږ انتظار وکړه ستاسو د چسپکي ماینونو ټولي‌دوسیې نړۍ والو ثبت کړې دي ،ژر به که خدای کول دافغانانو د وژلو په تور محاکمه شې .

هیله ده چې خپل خیانتونه دي دریاد شوي‌وي .

اودس تازه کوه ، د شهید ډاکتر نجیب الله نوم اخله .

اودس تازه کوه د غازي‌امان الله خان نوم اخله .

دا وطن ساتونکي لري‌او په اوسني وخت کې ددې ډېر لږ ضرورت پېښېږي چې پاتاسو غوندي وطن فروشانو دي ځوان ټبر باور وکړي .

ناچله نوټ یاست نور مو وخت تېر دی .

لیکواله: زرغونه فریال

Your SEO optimized title page contents