fbpx

کمیسیون: ټولو ولایتونو ته ټاکنیز توکي رسېدلي دي

خبریال وېبپاڼه / ۱۶ سپټمبر ۲۰۱۹ – د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي چې د افغان ځواکونو او امنیتي ادارو سره یې په همغږۍ د هېواد ټولو ولایتونو مرکزونو ته د ټاکنیزو توکو د لېږدولو لړۍ بشپړه کړه.

یاد کمیسیون زیاتوي، چې د ټاکنو دپیلیدو له ورځې سره سم به مسوولین د رایې اچونې نژدې پنځه زره مرکزونو ته اړین ټاکنیز توکي ورسوي، د دوی پر وینا ټوله هڅه یې دا ده چې دا ځل ټاکنې رڼې او د تېرو هغو په پرتله ښې ترسره کړي.

د ټاکنو کمیسیون ویاند عبدالعزیز ابراهیمي خبریالانو ته ویلي چې د ولایتونو مرکزونو ته د دغو توکو د لېږد لړۍ په وخت باندې بشپړه شوې او اوس د ټاکل شوي پلان له مخې دغه توکي ولسوالیو ته لېږدول کېږي.

د ټاکنو کمیسیون داسې مهال ټاکنو ته د بشپړ تیاري خبر ورکوي چې نن د کورنیو چارو وزارت هم خبر ورکړی دی چې ۷۰ زره سرتېري د ولسمشریزو ټاکنو په ورځ د امنیت د تامین لپاره ګومارل کېږي خو تر څنګ به یې ۳۰ زره نور هم د تیارسی په حالت کې وي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت الله رحیمي په یو خبري کنفرانس کې وویل” د افغان ځواکونو ترمنځ بشپړه همغږي رامنځ ته شوې ده څو وکړی شي د دغه مهمې ورځې امنیت په سمه توګه خوندي کړي او خلک په پوره ډاډ سره د خپلې خوښې وړ کاندید ته رایه ورکړي.

داچې ټاکنو ترسره کېدو ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي خو لا هم خلک وایي، چې امنیتي ستونزې د ټاکنو په لار کې تر ټولو ستر خنډ دی.

بلخوا د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وایي چې افغان امنيتي ځواکونه په ټول توان هڅه کوي چې په راتلونکو ټاکنو کې د ټاکنيزو مرکزونو او خلکو امنيت په پوره ډاډ سره ونيسي.

د معلوماتو له مخې د ټاکنو خپلواک کمېسیون هم ټولو نوماندانو ته مشخصه کړنلاره ورسپارلې ده چې هغې ته په نظر دې خپل دوه میاشتینی کمپاینونه ترسره کړي.

ټاکل شوې د افغانستان راتلونکي ولسمشریزې ټاکنې د راتلونکې میزان میاشتې پر ۶مه نېټه تر سره شي.

Your SEO optimized title page contents