fbpx

اد مامد تفریحي او سیاحتي سیمې ته به سړک ورغول شي

خبریال وېبپاڼه / ۱۶ سېپټمبر ۲۰۱۹ ـ خوست ولایت چې د افغانستان په جنوب کې له ډیورنډ کرښې سره پروت دی، اقتصادي ترانزیټ ته په ټولو معیارونو برابر غلام خان بندر هم د همدې ولایت په قلمرو کې پروت دی .

خوست ولایت مختلفې سیاحتي او تفریحي سیمې لري ،چې له جملې څخه یې یوه د اد ممد ( احد او محمد) په نوم سره له خوست ښار تقریباً ۴۰ کیلومتره لېرې په جنوب لویدیځ کې پرته سیمه ده چې دا ساحه هم له ډیورند پولې سره نېږدې پرته ده، له دې سیمې څخه د پاکستاني ځواکونو له لوري غځول شوی اغزن سیم او د دوی جوړ شوي تاسیسات ښکاري.

دې سیمې ته ځکه اد ممد وايي چې د غرونو  پر سر یې دوه پخواني زیارتونه شته، یو شمېر پوهان او د سمیې خلک وايي چې دغه زیاترونه د احد او محمد دي چې ډیر پخوا دلته خښ شوي او د وخت په تېرېدو یې نومونه په لهجه یې بڼه اد او مامد پاتې شوي دي.

دغه سیمه چې د غرونو پر سرونو  پرته ده په لوړو نښترو او څېړیو  پوښل شوې ده، او ونې یې هم ځکه له وهلو پاتې شوې دي چې د سیمې خلک زیارتونو ته په احترام او درناوي د ونو له وهلو ډډه کوي.د سیمې خلک ځکه د زیارتونو ترڅنګ ونو ته څه نه وايي چې خدای ناخواسته څه ور پېښ نه شي .

دسیمې بله ښکلا دا ده چې هر مازدیګر دلته نری باران کیږي چې هوا یې بیخي صافه ده او ترڅنګ یې د نري شمال یعنې باد اواز د سیاحینو زړونه خوشال ساتي .

هره جمعه دلته د خوست ولایت له مختلفو ولسوالیو ، مرکز او د هېواد له مختلفو ولایتونو خلک راځي مېلې کوي چې نن ورځ هم اتڼونه او محلي سندریز پروګرامونه په کې کېږي او خلک همدلته له ځانونو سره راوړي خواړه پخوي چې دخوست ولایت دخلکو په اصطلاح کې ورته (ثوبات) وايي .

دې سیمې ته ځکه خلک د ورتګ زړه ښه کوي چې امنیت یې ښه دی او ترننه په کې هېڅ ډول ناامني او نور څه نه دي پېښ شوي .

د سیمې لویه او عمده ستونزه اد مامد ته ورغځېدلې لاره ده چې په ځینو برخو کې پرې موټر نشي ختلی نو باید په موټر کې ناست کسان له موټره ښکته او خپل موټر ته ټېله یا دیکه ورکړي څو د غرونو سر ته چېرته چې د اد مامد زیارتونه دی، ځان ورسوي او له چکر خوند واخلي .

دا چې دلته مختلف والیان او نور چارواکي راغلي او د سیمې د رغولو او سړک جوړولو وعدې یې ورکړې، خو تر دې مهاله په کې د هېڅو ډول اساسي او معیاري کار څرک نه لګیږي .

نن ورځ هم د خوست ولایت والي محمد حلیم فدايي دخوست د ټولو ادارو له مشرانو او مامورینو سره یو ځای دې ځای ته راغلی چې په یوه نوې بڼه یې اداري غونډه په همدې ځای کې جوړه کړه او هم یې یو شمېر رئیسان او مامورین هم په دریمه درجه تقدیرنامو وستایل .

خوست والي د اد مامد د تاریخي او تفریحي سیمې په اړه وویل، دا چې یاده سیمه به ملي پارک ونومول شي او په واقعي توګه په کې پرمختګ رامنځ ته شي اړینه ده چې په یوه طرحه کار پیل شي او موږ به دا طرحه جوړه کړو.

هغه وویل : د خوست هره سیمه ښکلي او د اد مامد سیمه رښتیا هم له ځان سره طبعي ښکلا لري او دې سیمې ته پاملرنه اړینه ده.

هغه د سیمې له خلکو او قومي مشرانو وغوښتل چې د سیمې په ساتنه او د ځنګلونو د وهنې په مخنیوي کې همکاري وکړي، ترڅو د دې سیمې ښکلا په خپل ځای پاتې او راتلونکې نسلونه ترې ګټه پورته کړي.

د دې سفر پر مهال په اداري او پرمختیايي ناسته کې چې هم هلته په اد مامد تاریخي او تفریحي سیمه کې نیول شوې وه، د ملي پارک په حیث د اد مامد د تاریخي او تفریحي سیمې د امکاناتو په پېژندنې بحث تر سره او د همدې سیمې لپاره د سړک جوړېدل او د اوبو د ژورې څاه پروژې تصویب شوې.

اد مامد ته راغلی یو تن سیلاني رحمت الله زاهد وايي چې په یاده سیمه کې باید معیاري هوټلونه جوړ شي او هم دې سیمې ته راغځېدلی سړک پوخ شي، څو سیمې ته دسیاحینو په راتګ کې ستونزې نه وي.

خوست ولایت د تفریح او سیاحت لپاره نورې سیمې هم لري چې خلک هر وخت د چکر او سیل په خاطر هلته ځي او تفریح کوي چې ښه بیلګه یې د خوست ولایت دځاځي میدان ولسوالي، غلا خان بندر او د منګلو غرنۍ سیمې دي.

Your SEO optimized title page contents