fbpx

منظور پښتین ـ ایا موږ د یوه بیرغ لاندې یو ملت یو؟

خبریال وېبپاڼه / ۱۶ سپېټمر ۲۰۱۹ ـ د پنجاب یو ذهني ناروغ ځوان صلاح الدین د پولیسو لخوا ووژل شو، زموږ د زړه له تله دا دعا ده چې الله دې انصاف ورته میلاو کړي او الله دې هر کمزوری د زورور له زوره وساتي.

زینب او د ساهیوال ذیشان ته هم مکمل پوښښ او ورسره انصاف میلاو شو چې ډېره ښه خبره ده او هرکله دې انصاف وي ورته.

خو دا هم واقیعت دی، څومره پوښښ چې د پاکستان رسنیو دې واقعې ته ورکړ، دومره پوښښ یې ۷۲۰۰۰ پښتانه چې شهیدان شول، په هغوی کې یوه ته هم نه دی ورکړی، حال دل چې زموږ وال ذهني مریضان نه وو، سم د جرګو او وطنپالنې مخکښ کسان وو، خو هغوی کې یې یوه ته هم پوښښ ور نه کړ.

یو کس ته هم انصاف خو پرېږده، د انصاف ورکولو هڅه یې هم و نه کړه، بلکې چا چې د انصاف ورکولو خبره وکړه، هغه ته یې هم سزا ورکړه.

ته ګوره! هغه روا انور ته سزا میلاو شوه؟ دوی خو ویل چې دا د زرداري بچی دی، چې زرداري نیولای شي، روا نه شي نیولای؟ دا عقل مني؟

تېر کال د ضلع کرم ځوان ناصر حسین خو هم بې ګناه په جېل کې د تشدد نه مړ شو، په هغه بندي د پاکستان مېډيا چېرته یوه جمله هم وویله؟ انصاف ورته میلاو شو؟

د صوابۍ انوارالحق خو د سرکار په حراست کې مړ شو، نو په مېډیا یې کوم قسم خبر وچلاوه؟

د ارمان لوڼي دوه میاشتې اېف ای ار نه درج کېده.

د هارون قاتلان څه شول؟

د طاهر داوړ لپاره اعلان شوی عاجل انصاف څه شو؟ انصاف خو پرېږده، تش په نوم کمېټي ورته جوړه شوه که نه؟

د مولانا سمېع الحق له قاتلانو څخه ریاست له سره تحقیقات و نه کړل، انصاف خو ډېر لرې دی.

د خړ کمر د شهیدانو لپاره کومې ښکنځلې و نه شوې؟

حیات افریدی یې چې وواژه، د هغه تحقیقات وشول؟

د فرشتې مومند له قاتلانو خبر شوئ؟

د پېښوري ځوان سرتاج په هکله خو موږ یوه ټاک شو هم و نه لیدله؟ تاسې خو وایئ چې اس جھنڈے کے سائے تلے ہم ایک ہیں ( موږ د یوې جنډې تر لاندې یو خلک یو) بیا دا تضاد ولې دی؟

په وزیرستان کې یو خوا ټارګېټ کلېنګ او بل خوا د ماینونو په چاودنو کې سوي ګلالي مخونو ته پاکستانی ‌‌‌‌‌مېډیا پوښښ ورکوي؟

په باجوړ کې چې د ټارګېټ کلېنګ (هدفي وژنو) څپې بیا راغلې، په دې باندې مېډيا خبرې ولې نه کوي؟

د اورکزي هغه ای ډي پیز واپس راروان دی، دغه مېډيا هغه ړنګ شوي، تلا شوي او لوټ شوي وطن ته پوښښ ورکوي؟

د چمن او تورخم په پوله چې د عامو خلکو سره کوم چلند روان دی، چېرې مېډيا یې حقیقت مخې ته راووړ؟

او د کلام د مسکین شاه په هکله دغه مېډيا ولې ګونګه وه؟ موږ ته خو تاسې وایئ چې سب اس جھنڈے کے سائے تلے ایک ہیں، بیا دا ولې؟

د ډېرو واقعاتو یادول رانه پاتې شول او دا هم د تېرو څو میاشتو یو څو واقعات دي، ګنې چې ټول یادوې، له حساب نه هم بهر دي او په دې دومره زیاتو واقعاتو کې یوه ته هم انصاف میلاو نه شو.

دا پرېږده چې دوی پوښښ ور نه کړ، یا انصاف ورسره و نه شو، دا ووایه چې کومو خلکو د پښتنو لپاره د انصاف غوښتلو غږ پورته کړ، هغو سره ریاست څه شروع کړي دي؟

عالمزېب مسید، علي وزیر، محسن داوړ، شېراز مومند، بلال پښتون، شېرنواز مچن خېل، ملا بهرام، قاضي طاهر، حنیف پشتین، شاه فیصل غازي، قاسم اڅکزی، اسماعیل، ‌‌‌‌‌‌ډاکټر عبدالحی، کاکا شفیع ترین، عارف وزیر، امان الله، جمشید، دوست محمد، علي بابا، انور پشتین … دا د پاکستان ریاست ولې نیولي دي؟

دې ځوانانو د خپلې خاورې د مظلوم خبره په جار کړې ده او ظالم یې چې په کوم شکل کې دی، ښکاره یې نام اخیستی دی، نور هېڅ جرم یې نه دی کړی.

لیکوال: منظور احمد پښتین