fbpx

تیاره فکرو بیا افغانان تیارو ته کېنول

خبریال وېبپاڼه / ۱۶ سېپټمبر ۲۰۱۹ ـ طالبانو یو ځل بیا د پلازمېنې کابل او ۱۱ نورو ولایتونو برېښنا قطع کړې ده او خلک یې تیارو ته کېنولي دي.

د افغانستان برېښنا شرک د معلوماتو په اساس طالبانو په کندوز او بغلان کې د ازبکستان او تاجکستان د وارداتي برېښنا ستنې په ماینونو الوځولي دي، دغه ستنې د کندوز په عسقلان او د بغلان په ډنډ شهاب الدین او حسن تال سیمو کې وسله والو طالبانو له منځه وړي دي چې په دې سره د کابل، ننګرهار، لغمان، لوګر، پکتیا، پروان، پنجشېر، کاپیسا، غزني او میدان وردګو ولایتونو برېښنا په مکمل ډول قطع شوې ده.

د برېښنا شرکت وايي، غواړي دا ستنې ژر ورغوي، خو وسله ال طالبان یې مخالفت کوي او نه پرېږدي چې دوی د رغولو کار پیل کړي.

دا لومړی ځل نه دی چې طالبان د برېښنا ستنې په ماینونو الوځوي، بلکې تر دې مخکې هم دې ډلې د افغانستان له شمالي ګاونډیو هېوادونو څخه د وارداتي برېښنا په ستنو څو ځلې بریدونه کړي او د ډېرو ورځو لپاره یې عام خلک د برېښنا له نعمت څخه بې برخې کړي دي.

طالبان چې په ظاهره وايي، عامه تاسیساتو ته تاوان نه رسوي، خو هرکله یې چې لاس بر شوی دی، په عامه تاسیساتو یې رحم نه دی کړی او د برېښنا د ستنو په څېر یې په بمونه الوځولي دي. دې ډلې په جومات، ښوونځيو، روغتونو، سړکونو  او نورو عامه ځایونو کې ماینونه ايښي او هر څه یې تخریب کړي دي، ښه بېلګه یې اوسنی کار دی چې خلک یې له رڼايي محروم کړي او تیارو ته یې کېنولي دي.

له هره اړخ چې دې کار ته وګورې، دا له ولس سره ښکاره دښمني ده چې طالبان یې کوي، دوی که رښتیا هم له بهرنیانو او حکومت سره دښمني کوي، نو عامه تاسیسات ولې ورانوي؟ حکومتي او نورې ادارې خو جنراټورونه لري او خپل کار په یو ډول کوي، خو له ولس سره دوی دا ظلم ولې کوي؟

شاید یو دلیل یې دا وي چې په جګړه کې مات طالبان په دې ډول غواړي چې په دولت فشار راوړي، خو اوس په هر کور کې په دوی لعنت ویل کېږي. د طالبانو دا کار دا معنی لري چې دوی له تیارو، شاته تګ، ظلم او وژنو پرته ولس ته بله ډالۍ نه لري.

د طالبانو دغه کار به دوی نور هم په ولس کې منفور کړي او هغه فرصت به له لاس ورکړي چې بیا له ټولنې سره يو ځای شي.

که دوی د راتلونکي په اړه فکر کوي او غواړي د افغانستان په حکومت کې ونډه لري، په کار ده چې له دا ډول کارونو څخه چې د دوی د بدنامۍ سبب کېږي، ډډه وکړي او عامه تاسیسات وران نه کړي، خو  درېغه چې له دوی سره دا فکر وای.

لیکوال: عمران وطندوست

Your SEO optimized title page contents