The news is by your side.

طالبانو له کرونا د لمړي‌ قوماندان مړینه ریپورټ‌ کړه

خبریال وېبپاڼهوسله والو طالبانو ومنل چې ځیني لوړ رتبه قوماندانان او د کوټې شورا غړي یې د کرونا وایرس نیوليدي . د ځینو کرونا ککړو طالب قوماندانانو روغتیا ييحالت د اندېښنې وړ بلل شوی دی .

د جنوبي پښتونخوا په کوټه ښار کې شته طالبان واييچې تازه کرونا وایرس په فراه ولایت کې د طالبانو یو مهم قوماندان ملا خال محمد وژلی دی .‌

ملا خال محمد بله ناروغي نه لرله ؛ خو له تېرو دوو اونیو سخت ټوخېده او وروستیو کې سالنډي مړ کړ.

په کوټه کې د طالبانو د شورا یوه غړيخبریال وېب پاڼې ته وویل چې په اکوړه خټک کې د تېري پانج شنبې ورځي په غونډه کې را غونډ شوي اکثره مشران ټول کرونا وایرس وهلي دي‌ خو د خلیفه سراج الدین حقاني ټیسټ د پېښور په سي ایم ایچ پوځي روغتون کې شوی او مثبت راغلی دی .  

په هغوی کې پخپله شیخ خلیفه سراج الدین حقاني ؛ مولوي عبدالحکیم شرعي؛ملاتاجمیر؛  مولوي عبدالقدیر حصارکي؛  ملاقیوم ذاکر؛حاجي یوسف وفا؛  مولوي نور جلال ؛شیخ ندامحمد؛  شمس الدین پهلوان؛  مولوي نورمحمد ثاقب؛  شیخ قاسم ترکمناو دافغانستان دشمال اوشرق او جنوب شرق اکثرو دطالب والیانو اومسولینو پکې ګډون کړی وو.

د هغې غونډيمشريد طالبانو نظاميمسئول ملا یعقوب کوله ؛ خو تر غونډه وروسته ملا یعقوب هم قرنطین شوی دی .‌

د کوټې شورا یوه بل غړي چې د قطر د مذاکراتي ټیم غړی هم دی خبریال وېب پاڼې ته وویل چې د زندانونو مسئول مولويترابي او د مطبوعاتو مسئول امیر خان متقي هم کرونا نیولي دي ؛ د سرچینې په خبره چې د مولوي ترابيصیب روغتیا ييحالت د اندېښنې وړ او د پاکستان په کراچي کې په یوه روغتون کې تر درملنه لاندي دی ؛ خو امیر خان متقي  د جنوبي پښتونخوا(بلوچستان ایالت ) کوټه ښار کې په خپل کور کې قرنطین دی .

سرچینه وايي چې د قطر د مذاکراتي ټیم غړی او د کوټې شورا مخور ملا فاضل اخوند او صمد ثانيهم د امیر خان متقي سره په تماس کې شويوو او دواړو کرونا وایرس اخیستی دی .

په قطر کې طالب سرچینې وايي چې قطري چارواکو طالب مشرانو ته هدایت کړی چې د کرونا وایرس د مخنیويپه خاطر له یوبل سره ونه ګوري ؛ زموږ سرچینه واييچې هلته هم درې طالب مشران کرونا شوي، خو تر اوسه یې لا نومونه پټ ساتل کېږي .

تر دې وړاندي طالبانو خبریال ویب پآڼې ته ویليوو چې د طالب قوماندانانو په لیکو کې د منځنۍ کچې ګڼ طالبان کرونا نیوليدي .‌

د یادولو وړده چې د کرونا په شکمنو طالب قوماندانانو کې حمیدالله اخوند زاده ؛ ملا ناصر صیب ؛ پیر اغا او یو شمېر نور شامل دي چې له ټیسټونو کولو یې ډډه کړې ده .‌

    

  

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.