fbpx

طالبانو په لوګر کې یوه زده کوونکې شهیده کړې

خبریال وېبپاڼه / ۱۶ سپټمبر ۲۰۱۹ – د لوګر ولایت د محمد آغې په ولسوالۍ کې د نجونو پر یوه ښوونځي باندې د وسله والو طالبانو د برید له امله یوه زده کوونکې شهیده او بله سخته ټپي شوې ده.

د لوګر ولایتي چارواکو رسنیو ته ویلي، چې نن شاوخوا لس بجې د محمد اغې په ولسوالۍ کې د نجونو یوه ښوونځي ته نږدې د وسله والو طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته وشوه، چې له امله یې یوه ماشومه زده کوونکې شهیده او بله سخته ټپي شوه.

دوی وايي، چې د نښتې پرمهال وسله والو طالبانو پر ښوونځي ډزې وکړې، چې له امله یې دا پېښه رامنځته شوه.

د دوی پروینا، یادې زده کوونکې هغه مهال په مرمیو ولګېدې چې د ښوونځې په یوه خېمه کې په درس ویلو بوختې وې او د ښوونځي په سل مترۍ کې د وسله والو طالبانو او امنیتي ځواکونو نښته وشوه.

شهیده شوې ماشومه زده کوونکې حسنا نومېږي او د فرید الله لور ده او ټپي شوې زده کوونکې یاسمین چې د توریالي لور بلل کېږي د کابل ایمرجنسي روغتون ته انتقال شوې ده.

د ټپې شوې یاسمین روغتیايي حالت هم وخیم او نازک ښوودل شوی دی.

دا لومړی ځل نه دی چې وسله وال طالبان ښوونیز مرکزونه، ښوونځي او زده کوونکي په نښه کوي، بلکې تر دې وړاندې یې هم ورته کړنې ترسره کړې دي.

طالبانو تر دې وړاندې هم په همدې ولایت کې د نجونو څو ښوونځي وسوځول او په بار بار یې د ښوونځیو د تړلو ګواښونه کړي دي.

بلخوا وسله والو طالبانو په تېرو درېیو ورځو کې د ازبکستان او تاجکستان د وارداتي برېښنا څلور ستنې په بغلان او کندز ولایتونو کې په بمونو الوځولې دي.

د افغانستان د برېښنا شرکت وايي، چې وسله والو طالبانو په بغلان او کندز ولایتونو کې د وارداتي برېښنا د ستنو په الوځولو سره، د کابل په ګډون د یوولس نورو ولایتونو برېښنا پرې کړې ده.

دغه ستنې د کندز په عسقلان او د بغلان په ډنډ شهاب الدین او حسن تالو سیمو کې د وسله والو طالبانو له لوري وېجاړې شوې دي.

د برېښنا شرکت وایي، دوی غواړې چې وېجاړې شوې ستنې بېرته ژر ورغوي؛ خو وسله والو طالبان نه پرېږدې چې دوی کار پیل کړي.

وسله والو طالبانو ویلي و، چې هغو ځایونو او تاسیساتو ته به زیان نه رسوي، چې ګټه یې عامه خلکو ته رسېږي؛ خو اوس ولیدل شول، چې دوی هېڅکله پر خپلو خبرو نه درېږي او همېشه عام المنفعه تاسیسات په نښه کوي.

د طالبانو له لوري د وارداتي برېښنا د ستنو په الوزولو سره، د کابل په ګډون د یوولس نورو هغو ولایتونو خلک سخت له ستونزو سره مخ دي، چې برېښنا یې پرې شوې ده.
یو شمېر کابل ښاریانو له خبریال ډاټ کام سره په خبرو کې وویل، چې د برېښنا د ستنو په وېجاړولو سره طالبان له وولس سره دښمني کوي، نه له بهرنیانو او دولت سره؛ ترټولو زیات زیان موږ وینو نه دولت او بهرنیان.

کبیر حقپال

Your SEO optimized title page contents