fbpx

د پاکستان ستره محکمه: عالمزېب مسید به ډیر ژر خوشې شي

خبریال وېبپاڼه / ۱۷ سپټمبر ۲۰۱۹ – په پاکستان کې سترې محکمې د یوې تازه پرېکړې له مخې د پښتون ژغورنې غورځنګ د یو بل مشر عالمزېب مسید د خوشې کېدلو امر کړی دی.

عالمزیب مسید په تېره جنورۍ میاشت کې د پاکستان په ستر ښار کراچۍ کې پولیسو د پاکستان د پوځي ادارو د بدنامولو په تور نیولی وو، خو پاکستان دوه ځلي د نوموړي د خوشې کېدلو ضمانت هم رد کړی وو.

د عالمزېب مسید وکیل په پاکستان کې سترې محکمې ته ویلي دي چې تر اوسه پورې د مسید قضیه په رسمي توگه نه ه اوریدل شوي ، خو په غیری رسمي توګه باندې یاده قضیه ډیره څارل شوې ده.

د پي ټي ایم په دې مشر تور پورې وو چې ګواکې هغه په کراچۍ ښار کې د تېرې جنورۍ میاشتې پر ٢٠ مه نېټه په یوې جوړه شوې غونډه کې د پوځ پر ضد وینا کړی وه او خلک یې د ملي ادارو ضد تشدد ته پارولی وو.

خو د پښتون ژغورنې غوځنګ مشرانو په هغه وخت کې په عالمزېب یاد تورونه بې بنسټه وبلل او دایې د پي ټي ایم او مسید پر وړاندې یوه جوړه شوې دسیسه وبلله.

عالمزېب ته د دسیسې جوړولو وروسته د سترې محکمې پریکړه هم وایي، چې پولیسو په هغه د لگیدل شوې تورونو په اړه مکمل شواهد نلري چې له همدې امله عالمزېب بې ګناه ثابت شوی دی.

په ورته وخت کې پاکستاني پولیسو د سپټمبر پر ۱۲ مه نېټه هم د پښتون ژغورنې غورځنګ یو بل مشر اقبال هوتي نیولی دی.

ویل کېږي چې د پي ټي ایم په غړي اقبال هوتي باندې پاکستاني ریاست تور پورې کړی دی چې ګواکې نوموړي د حکومت پر ضد شعارونه ورکړي او خلک یې د حکومت ضد فعالیتونو ته هڅولي دي.

د پي ټي ایم مشرانو پر پاکستاني حکومت تور پورې کړی دی چې د هغو خلکو پر وړاندې اقدام نه کوي چې تشدد کوي خو د سوله ییزو مدني فعالینو پر وړاندې بیا ټولې هغه کړنې ترسره کوي چې باید د تشدد کوونکو پر وړاندې ترسره شي.

د اګست پر ۲۸ مه نېټه د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ويلي، چې د پاکستان ریاست یې پرخلاف ښکاره جګړه اعلان کړې او په روانه یوه اوونۍ کې یې د دوی یو شمېر کسان نیولي دي.

دا خبرې منظور پښتین د خپلو ملګرو او د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړیو د نیول کېدو په غبرګون کې، چې تازه د پاکستان د ریاست لخوا نیول شوي کړې وې..

منظور پښتین په ښکاره ډول وایي، د دوی غړي چې چېرته غونډه جوړوي او کوم ځای د حق غږ پورته کوي نو پاکستانی ریاست یې ورته نه پرېږدي او په پایله کې د دوی غړي له ځان سره وړي او بېلابېل کېسونه ورته جوړوي.

بلخوا د پاکستان پولیس وايي، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ ځینې غړي یې د ریاست ضد شعار ورکولو او ټولنیزو رسنیو کې د دغه ریاست د ضد فعالیتونو په تور نیولي دي.

په ځواب کې بیا ( پې ټي اېم) وايي”، دوی خپلې قانوني غوښتنې لري او تر وروستیو شېبو پورې به د خپلو قانوني غوښتنو او حقونو ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوي او دا مبارزه به تر هغه پورې کوي، څو چې ځورېدلو پښتنو ته خپل حقونه نه وي رسېدلي.