fbpx

ننګرهار کې د يو ميليارد افغانيو په لګښت لسګونه پروژې پرانیستل شوې

خبریال وېبپاڼه/ ۱۷ سپټمبر ۲۰۱۹ – د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، چې د هېواد کرنې او مالدارۍ وزير ننګرهار ته د سفر پر مهال په دې ولايت کې د شاوخوا يو ميليارد افغانيو په لګښت ۳۱ کرنيزې پروژې پرانیستې، چې په کې د کرنې رياست يو شمېر اداراتو د ودانیو رغونه هم شامله وه.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وايي، له دغو پروژو موخه په ننګرهار کې د متوازن انکشاف رامنځته کول او دغه راز کروندګرو سره د حاصلاتو په لوړوالي او د دوی د اقتصاد په پياوړتيا کې مرسته کول دي.

شاه محمود میاخیل زیاتوي، په ننګرهار کې د نويو پروژو په تطبیق سره به د کرنې په برخه کې شته ستونزې تر ډېره حل شي او لا به ډیره اساني رامنځ ته شي.

د هېواد د کرنې وزير نصير احمد دراني د پرانیستې په مراسمو کې وويل، په ټولو پروژو کې يې د کروندګرو د اقتصاد لوړوالي او د هغوی د خپل ځان بساينې ته پاملرنه کړې ده.

د نوموړي په خبره، په ننګرهار ولایت کې د پرانيستل شوو پروژو له ډلې د CBARD پروژې له لوري د دغه ولايت په خوګیاڼو، شېرزادو، کوټ، رودات، چپرهار او اچین ولسوالیو کې د ښځو لپاره د ۲۳۰ کوچنیو شنو خونو جوړول دي، چې ټولټال پرې ١٩ ميليونه او ۵۰ زره افغانۍ لګښت کېږي.

درانی زیاتوي، د ننګرهار د وترنرۍ کمپلکس لپاره د پنځو ميليونو او ١٨٠زرو افغانيو په لګښت جوړه شوې ودانۍ هم ګټې اخيستې ته سپارل شوې، چې اووه خونې، يو د غونډو تالار او نور اړوند ځايونه هم لري.

د مسوولینو په خبره،  له دغو پروژو یې موخه په دغه ولایت کې د خلکو لپاره د کار زمینه برابرول او تر ډېره د هغوی اقتصادي ستونزو ته رسېدنه ده.

په ورته مهال د ننګرهار ولایت په دوربابا ولسوالۍ کې هم د نږدې اته ميليونه افغانيو په لګښت د پوهنې امريت د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.

د مسوولینو پر وینا چې دغه ودانۍ په دوو پوړونو کې جوړيږي، چې اداري خونې او نور اړينې برخې او ملحقات به هم ولري.

همدارانګه تېره ورځ د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار کې د کليوا پراختيا او بيا رغونې ادارې له لوري د نږدې يولس ميليونه افغانيو په لګښت د يو کيلومتر په اوږدوالي کانال جوړيدو چارې پيل شوې.

د چارواکو پر وینا ياد کانال يو کيلومتر اوږدوالی او څلور متره پراخوالی لري، چې د شپږو میاشتو په موده کې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

Your SEO optimized title page contents