fbpx

برېښنا شرکت: د برېښنا د بېرته وصلولو لپاره هڅې روانې دي

خبریال وېبپانه / ۱۷ سپتمبر ۲۰۱۹ – د افغانستان برېښتا شرکت په یوې خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي دي چې د پلازمېنې کابل او ۱۱ نورو ولایتونو د برېښنا وصلولو هڅې یې پيل کړې دي.

د افغانستان برېښنا شرکت څو ورځې وړاندې خبر ورکړی وو چې وسله والو طالبانو په کندوز او بغلان ولایتونو کې د ازبکستان او تاجکستان څخه د راغلې د وارداتي برېښنا پایي په ماینونو الوځولي دي.

د معلوماتو له مخې دغه پایي د کندوز په عسقلان او د بغلان په ډنډ شهاب الدین او حسن تال سیمو کې وسله والو طالبانو له منځه وړي دي چې په دې سره د کابل، ننګرهار، لغمان، لوګر، پکتیا، پروان، پنجشېر، کاپیسا، غزني او میدان وردګو ولایتونو برېښنا په مکمل ډول قطع شوې ده.

دا مهال د ۱۱ ولایتونو کې په دولتي او شخصي ادارو، عامه تاسیساتو، کورونو، دوکانونو، موسساتو او صنعتي پارکونو برېښنا پرې شوې ده چې خلک یې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

د برېښنا شرکت پرون هم ویلي وو، چې دوی غواړي دا پایي ژر ورغوي، خو وسله ال طالبان یې مخالفت کوي او نه پرېږدي چې دوی د رغولو کار پیل کړي.

خو د برېښنا شرکت په تازه څرګندونو کې ویلي چې ددغه برېښنا د وصلولو هڅې روانې شوې دي. ددغه شرکت په خبره دوی هڅې کوي ترڅو د سیمې د قومي مشرانو په منځګړېتوب او د یوې مناسبې حل لارې په پیدا کولو سره دغه ستونزه حل, د برښنا زیانمنې شوې پایې جوړې او وارداتي برښنا بیرته له پلازمینې او اړوندو ولایتونو سره ونښلوي.

وسله والو طالبانو تر اوسه ددغه برېښنا د پرې کېدو په اړه څه نه دي ویلي، خو حکومتي چارواکي د برېښنا پرې کول ددغه ډلې کار بولي. طالبانو تر دې وړاندې په ځلونو د عامه تاسیساتو د ساتنې ژمنه هم کړې ده .

دا لومړی ځل نه دی چې وسله وال طالبان او نورې وسله والې ډلې د برېښنا پایي په ماینونو الوځوي، بلکې تر دې وړاندې هم وسله والو د افغانستان له شمالي ګاونډیو هېوادونو څخه د وارداتي برېښنا په پایو څو ځلې بریدونه کړي او عام خلک یې د برېښنا له نعمت څخه بې برخې کړي دي.

Your SEO optimized title page contents