fbpx

د ټاکنو کمیسیون: ولسمشریزو ټاکنو لپاره بشپړ تیاری لرو

خبریال وېبپاڼه / ۱۷ سپتمبر ۲۰۱۹ – د افغانستان ټاکنو خپلواک کمیسیون ريیسې حوا علم نورستاني په یوه غونډه کې د خبرو پر مهال وویل چې د ټاکنو لپاره بشپړ تیاری نیول شوی دی او ۳۳ ولایتونو ته ټول ټاکنیز توکي رسېدلي دي.

د نورستانۍ په خبره پوره هڅه کوي چې شفافې ټاکنې ترسره کړي او د هر ډول تقلب د مخنیوي لپاره اړین تدابیر نیول شوي دي. نورستانۍ له خلکو هم وغوښتل چې د شفافو ټاکنو په ترسره کولو کې له کمیسیون سره همکاري وکړي او په دې توګه د فساد او درغلیو مخه ونیسي.

نورستانۍ پر افغان امنیتي ارګانونو غږ وکړ چې خپل امنیتي تدابیر شدید کړي ، څو خلکو ته په امنه فضا کې د رایې اچونې زمینه برابره شي او د خپلې خوښې وړ کاندید ته رایه ورکړي.

پرون هم د ټاکنو خپلواک کمیسیون خبر ورکړی وو چې د امنیتي ادارو سره یې په همغږۍ د هېواد ټولو ولایتونو مرکزونو ته د ټاکنیزو توکو د لېږدولو لړۍ بشپړه کړه.

یاد کمیسیون زیاتوي، چې د ټاکنو دپیلیدو له ورځې سره سم به مسوولین د رایې اچونې نژدې پنځه زره مرکزونو ته اړین ټاکنیز توکي ورسوي، د دوی پر وینا ټوله هڅه یې دا ده چې دا ځل ټاکنې رڼې او د تېرو هغو په پرتله ښې ترسره کړي.

د ټاکنو کمیسیون ویاند عبدالعزیز ابراهیمي خبریالانو ته ویلي چې د ولایتونو مرکزونو ته د دغو توکو د لېږد لړۍ په وخت باندې بشپړه شوې او اوس د ټاکل شوي پلان له مخې دغه توکي ولسوالیو ته لېږدول کېږي.

د ټاکنو کمیسیون داسې مهال ټاکنو ته د بشپړ تیاري خبر ورکوي چې پرون د کورنیو چارو وزارت هم خبر ورکړی دی چې ۷۰ زره سرتېري د ولسمشریزو ټاکنو په ورځ د امنیت د تامین لپاره ګومارل کېږي خو تر څنګ به یې ۳۰ زره نور هم د تیارسی په حالت کې وي.

ټاکل شوې د افغانستان راتلونکي ولسمشریزې ټاکنې د راتلونکې میزان میاشتې پر ۶مه نېټه تر سره شي

Your SEO optimized title page contents