fbpx

په شل اوریزو سیالیو کې افغانستان تر ټولو ژر ۵۰ لوبې وګټلې

خبریال وېبپاڼه/ ۱۷ سپتمبر ۲۰۱۹ – افغان کريکټ ملي لوبډلې د سپټمبر پر ۱۵ مه نېټه د درې اړخیز سيريز په دریمه لوبه کې بنګله دېش ته د ۲۸ منډو په توپير سخته ماتې ورکړه.

په دې سره په نړۍ کې لومړۍ لوبډله شوه چې سر په سر دوولس شل اوريزې سيالۍ ګټي.

افغانستان له دې وړاندې د ۲۰۱۶ کال نه تر ۲۰۱۷ کال پورې هم سر په سر د يوولس شل اوريزو لوبو په ګټلو سره دغه ريکارډ له ځان سره درلود.

افغانستان اوسمهال د ۲۰۱۸ کال فبرورۍ مياشتې راهيسې په ترسره کړل شوو ۱۲ سيالیو کې يوه لوبه هم نه ده بايللې.

افغانستان لومړۍ د ۲۰۱۸ کال د فبرورۍ په پنځمه نېټه په شارجې لوبغالي کې شل اوریزه لوبه ترسره کړه چې په پنځو ويکټو يې وګټله.

دوهمه سيالي يې د فبرورۍ په شپږمه نېټه د زمبابوې خلاف په ۱۷ منډو وګټله.

دريمه سيالي يې په ۲۰۱۸ کال د جون په دريمه نېټه د بنګله دېش خلاف په دهریدوان لوبغالي کې ترسره کړه چې په ۴۵ منډو يې وګټله.

څلورمه سيالي يې هم د ۲۰۱۸ کال د جون په پنځمه نېټه د بنګله دېش خلاف په دهريدوان لوبغالي کې ترسره کړه چې په شپږو ويکټو افغانستان ترې وګټله.

پنځمه سيالي د ۲۰۱۸ کال د جون په اوومه نېټه د بنګله دېش خلاف ترسره کړه او په يوې منډې افغانستان وګټله.

شپږمه سيالي يې په ۲۰۱۸ کال د اګسټ په شلمه نېټه د ايرلینډ خلاف په بريډي ښار کې ترسره کړه چې په شپاړلسو منډو توپير افغانستان وګټله.

اوومه سيالي يې هم په ۲۰۱۸ کال د اګسټ په ۲۲مه نېټه د ايرلینډ خلاف ترسره کړه چې افغانستان په ۸۱ منډو توپير وګټله.

اتمه سيالي يې په ۲۰۱۹ کال د فبرورۍ په ۲۱ مه نېټه په دهریدوان لوبغالي کې د ایرلینډ خلاف ترسره کړه چې افغانستان په پنځو ويکټو وګټله.

نهمه سيالي يې د ۲۰۱۹ کال د فبرورۍ په ۲۳مه نېټه د ایرلینډ خلاف په دهریدوان لوبغالي کې ترسره کړه چې په ۸۴ منډو يې وګټله.

لسمه سيالي يې د ۲۰۱۹ کال د فبرورۍ په ۲۴مه نېټه ترسره کړه او په ۳۲منډو يې وګټله.

يوولسمه سيالي يې د ۲۰۱۹ کال د سپټمبر په ۱۴مه نېټه د بنګله دېش په داکې ښار کې د زمبابوې خلاف ترسره کړه چې افغانستان په ۲۸ منډو وګټله.

دوولسمه سيالي يې د ۲۰۱۹ کال د سپټمبر په ۱۵مه نېټه د بنګله دېش خلاف په داکې ښار کې ترسره کړه چې افغانستان په ۲۵ منډو توپير وګټله.

د زمبابوې خلاف په تيره سيالۍ کې د بریا وروسته افغانستان لومړۍ لوبډله شوه چې په کمو سيالیو کې لومړۍ پنځوس بریاوې خپلوي.

افغانستان اوسمهال په ۷۳ شل اوریزو لوبو کې ۵۱ سيالۍ ګټلي او ۲۲ يې بايللي دي.

عزیزالله عزيزي

Your SEO optimized title page contents