fbpx

امرالله صالح: په مناظره کې نه ګډون، د ولسمشر ترټولو ښه پرېکړه وه

خبریال وېبپاڼه / ۱۷ سپتمبر ۲۰۱۹ – د افغانستان په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د ولسمشر محمد اشرف غني لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، ولسمشر د دې لپاره په مناظره کې ګډون ونه کړ، څو خلک وویني چې عبدالله عبدالله له ګیلو او شکایتونو پرته د هېواد لپاره کوم څه لري او کنه.

ټاکل شوې وه، ولسمشر غني او اجرائیه رییس چې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو مخکښ نوماندان ګڼل کېږي، پرون په یوه ټلویزوني مناظره کې ګډون وکړي، خو ولسمشر غني په مناظره کې ګډون ونه کړ.

ښاغلی امرالله صالح په دې اړه وايي، چې دا د ولسمشر ترټولو ښه پرېکړه وه، چې په دغه مناظره کې یې ګډون ونه کړ.

دی زیاتوي: «ولسمشر په مناظره کې ګډون ونه کړ، ترڅو د افغانستان ټول خلک وویني، چې ډاکټر صیب عبدالله عبدالله له ګیلو او شکایتونو پرته د هېواد د مسیر ټاکلو او د یوې هیلې د رامنځته کولو لپاره کوم څه لري او کنه.»

صالح وړاندې وايي، عبدالله کولای شوای، چې په یوې جملې سره د ولسمشر غني پر نه ګډون نیوکه وکړي او وروسته خپله برنامه او خپله نظریه تشرېح او څرګنده کړي؛ خو نوموړي دا هېڅ ونه کړل.

دی وايي، عبدالله ته یو ډېر ښه محاسبه شوی فرصت په لاس ورغلی و، چې د خپل زړه بړاس پکې وباسي؛ خو دا فرصت یې له لاسه ورکړ.

ښاغلي صالح زیاتوي: «فرض کړئ هغه څه چې عبدالله یې د ولسمشر غني په اړه وايي، دا ټول سم دي؛ مګر دا به ښه نه وه، چې نوموړي د حکومت په لومړیو میاشتو کې په سیاسي شجاعت او صراحت سره د ملت پروړاندې حاضر شوی وی او خپله لاره یې جلا کړې وای.»

عبدالله د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د ولسمشر غني له درغلیو زړه خوري او ضد شعارونه ورکوي او وايي چې ولسمشر غني به زیاتې درغلۍ وکړي؛ خو ښاغلي صالح په دې اړه داسې وویل:

«فرض کړئ تقلب کېږي. خو د نوموړ(عبدالله) د دغه شعار د عملي کېدو ستراتژي څه شی ده؛ ځکه د ثبات او همپالنې ټیم له کنایه وزمه ادبیاتو پرته نور څه د ویلو لپاره نه لري. خو دولت جوړوونکی ټیم همېشه له ملت او خلکو سره په اړیکه کې دی او له هغوی سره وي او موږ په سلګونو داسې طریقې په واک لرو او راسره دي، چې لمخې یې کولای شو خلکو ته د یووالي، صمیمیت، همدلۍ، امید او په ځانګړې توګه د یوې خپلواکې ارادې پیغام ورسوو.»

امرالله صالح وايي، دا موږ وو چې سپینې کودتاه ته مو «نه» وویل او پرې مو نښودل چې د ټولنې یوه کوچنۍ ډله د ملت اراده تر پښو لاندې کړي او له طالبانو سره کرغېړن او تور سازش وکړي.

د نوموړي پروینا، ټولې ټولپوښتني ښيي چې دولت جوړوونکی ټیم اویا سلنه رایه لري او پاتې نوره برخه رایې د شپاړس نورو ټیمونو ترمنځ وېشل کېږي.

د یادونې وړ ده، چې عبدالله عبدالله د ولسمشر غني له لوري د مناظرې له لغوه کېدو وروسته وویل: «اوس نو مناظره په مصاحبه واوښته، ځکه مناظره د دوو کسانو یا دوو لوریو ترمنځ وي.»

کبیر حقپال

Your SEO optimized title page contents