fbpx

چارواکي: په اچین کې د داعش ډله نوره په ختمېدو ده

خبریال وېبپاڼه / ۱۷ سپټمبر ۲۰۱۹ – د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۸ داعشیانو ته مرګ ژوبله اوښتې او ۲۵ کړۍ نور ماینونه شنډ کړی شوي دي.

د ننګرهار ولایت مقام څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې د دې ولایت په اچین ولسوالۍ کې د پیل شویو عملیاتو په ترڅ کې د تېرو څلرویشت ساعتونو پر مهال ۵ داعشیان وژل شوي، درې نور ټپیان دي،۲۵ کړۍ ماینونه کشف او شنډ کړای شول، همدا راز دوه پایې مخابرې، یو میل وسله او یوه اندازه تجهیزات د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .

دغه راز په اچين ولسوالۍ کې د افغان ګډو ځواکونو د پيل شويو عملياتو په ترڅ کې د دې ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې ۷۴ ماينونه کشف او لمنځه تللي دي.

د اچين ولسوال عاشق الله سادات په خبره، چې دغه ماينونه د داعش وسله والو له لوري په عامه ځايونو او لارو کې ځای پر ځای شوي و او غوښتل، چې خونړۍ پېښې رامنځته کړي.

نوموړی وايي، چې د روانو عملياتو پر مهال داعش وسله وال ځپل شوي او ډيرې سيمې ترې پاکې شوي دي او عمليات لا هم دوام لري.

امنیتي ادارې بیا وایې، چې په اچين ولسوالۍ کې د تېرو څو ورځو راهیسي د داعش وسله والو د ځپلو په موخه ګډو ځواکونو سخت عمليات پیل کړي دي چې په نتیجه کې داعش وسله والو ته ډیره مرګ ژوبله اړولې ده.

په ورته مهال د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل په ډاډ سره وایې، چې د اچین په ولسوالې کې د داعش د رهبرې اخرې پایګاه مخ په ختمیدو ده، د نوموړي پر وینا تر دا مهاله جمالخیل، باروخیل، دیوانه بابا او څو نورې سیمې د افغان ځواکونو له لوري تصفیه شوي دي.

د میاخېل پر وینا په دغو سیمو کې د داعش ډلې د پاک سازۍ وروسته به افغان ځواکونه خپلې دایمې پوستې هم په دې سیمو کې واچوي، تر څو په تدریجې توګه ټول ننګرهار د ټولو ترورستې او جنایې ‌‌‌‌‌‌ډلو نه پاک کړي.

میاخېل زیاتوي طالبانو، داعش، جنایې ‌‌‌‌‌‌ډلو او د هغوي د مفکورې پلوې کسانو ته یوازې تبلیغاتي او روانې جګړه په ننګرهار کې پاتې ده چې ترسره کوي څو د ولایتي ادارې او ولس ترمنځ لېرې والی فاصله رامنځ ته کړي.

دیادولو ده له دې وړاندې هم د ننګرهار ولایت په خوګیاڼیو ولسوالۍ کې د یو هوایي برید په پایله کې د داعش ډلې د مطبوعاتو مسوول حسن پنجابي، ووژل شو.