fbpx

تر ۷۷ زره ډېرو کسانو له ټاکنو څخه د څارنې کارتونه ترلاسه کړي

خبریال وېبپانه/ ۱۷ سپټمبر ۲۰۱۹- د ټاکنو خپلواک کمیسیون مسوولین وایي چې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو څخه د څارنې لپاره تر اوسه تر ۷۷ زره ډېرو کسانو د څارنې کارتونه له دغه کمیسیون څخه تر لاسه کړي دي.

د یاد کمیسیون د دارالانشا عملیاتي مرستیال محمد عثمان فروتن په یو کنفرانس کې وویل، چې له ۵۱ زرو څخه ډېر کسانو د نوماندانو او څه باندې ۲۶۲۰۰ نورو د رسنیو، مدني ټولنو اوسیاسي ګوندونو په استازیتوب د څارنې کارتونه تر لاسه کړي دي.

دا کمیسیون په داسې حال کې لسګونه زرو کسانو ته د څارنې کارتونو د ورکولو خبره کوي چې پرون په کابل کې د ملګرو ملتونو استازي په راتلونکيو ټاکنو کې د روڼتیا د تامینولو لپاره د څارونکیو رول مهم بللی .

په ورته وخت کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ريیسه حوا علم نورستانۍ هم وایي چې د ټاکنو لپاره بشپړ چمتو والی نیول شوی دی تر څو دا ځل په افغانستان کې رڼې او شفافې ټاکنې ترسره شي.

نورستانۍ پر افغان امنیتي ارګانونو غږ وکړ چې خپل امنیتي تدابیر شدید کړي ، څو خلکو ته په امنه فضا کې د رایې اچونې زمینه برابره شي او د خپلې خوښې وړ کاندید ته رایه ورکړي

بلخوا له دې څو ورځې وړاندې په کابل کې د امریکا سفیر جان باس هم اعلان کړی وو چې هېواد یې د ولسمشرۍ ټاکنو د ملاتړ او د یادو ټاکنو لپاره د عملیاتي چارو د ترسره کولو لپاره له افغانستان سره ۲۹ میلیونه ډالر مرسته کوي.

جان باس د مالیې وزارت او د ټاکنو خپلواک کمېسیون له لورې د ټاکنو بودیجې د وروستۍ کولو د هرکلي ترڅنګ ویلي، امریکا له افغانستان سره د رڼو ټاکنو کولو لپاره ۲۹ میلیونه ډالر مرسته کوي.

د امریکا سفیر جان باس په داسې حال کې د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د ملاتړ لپاره دا مرسته اعلان کړه چې له دې څو ورځې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د طالبانو مذاکراتي ټیم سره د سولې روان مذاکرات ودرول .

د ټاکنو کمیسیون داسې مهال ټاکنو ته د بشپړ تیاري خبر ورکوي چې حکومت هم ۷۰ زره سرتېري د ولسمشریزو ټاکنو په ورځ د امنیت د تامین لپاره ګومارلي دي او تر څنګ به یې ۳۰ زره نور هم د تیارسی په حالت کې وي.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان راتلونکي ولسمشریزې ټاکنې د راتلونکې میزان میاشتې پر ۶مه نېټه تر سره شي.

Your SEO optimized title page contents