The news is by your side.

د کرونا ویرس دوهمه څپه او نړۍ

خبریال وېبپاڼهد روغتیا نړ ۍ وال سازمان ډبلیو هیچ او وايي چې نړۍ د کرونا وایرس له دوهمې څپې سره مخامخېدونکې ده .

دم ګړی د اټکل برخلاف د نړۍ ځینو هیوادونو د لاوک ډاون یا ټولبندیز د خلاصون پرېکړه کړې او ځیني‌ کرونا ځپلي هیوادونه اوس د لاوک ډاون د ختمولو په چاره بوخت دي‌.

بریتانیا چې په اروپا کې تر ټولو ډېره کرونا وایرس ځپلې دا شي‌ایشارې ورکوي لکه لاوک ډاون چې له منځه وړي‌.

په جرمني، هسپانيا، يونان او ځینو نورو هیوادونو کې بندیزونه په ناڅاپي یا بیړنۍ توګه نرم یا ختم ګړل شول ، خو د روغتیا نړۍ واله ټولنه اندېښمنه ده چې د بندیزونو د ختمولو وروسته یو بل ناورین رامنځ ته نشي .

 د روغتيا نړيوال سازمان د روغتيا په برخه کي د بيړنيو حالاتو پروگرام مشر مايک ريان وايي چي له دوهمي څپې څخه تېښته نشته:

«دغه ويروس کيدای شي زموږ د ټولني په يوه بل انديميک(تلپاتي گواښ) ويروس باندي بدل شي ؛‌کيدای شي دغه ويروس هيڅکله ورک نه شي ».

همدا اوس په ځينو هيوادونو کي د کرونا ويروس د دوهمي څپې نخښني نښانې لیدل شوي دي لکه چين او روسيې چې د کرونا ويروس نوي پيښي ثبت کړي دي او په جنوبي کوريا کي چي د دغي وبا د لومړي څپې په مخنيوي کي ستايل سوې وه، د کرونا تازه پيښي پکښې ثبت شوي دي.

اټکل دادی چې د کرونا وایرس نوې څپه به یوځل بیا ښارونه وتړي‌ او د نړۍ اقتصاد به لانور وځپي‌.

داشي ریپورټونه هم ورکړل شوي دي چې په نړۍ واله کچه د ځینو انسانانو وجود د کرونا په وړاندي دفاعي قوت موندلی دی ،‌خو بل لورته دا خبره ځکه تر سوال لاندي راخي چې په اروپا کې بریتانیا هیواد تر اوسه رسمآ له کرونا ناروغي د رغېدلو کسانو شمېر نه دی اعلان کړی .

ځیني ډاکتران په دې باور دي چې له کرونا نه په اساني رغېدل نشته ؛ نو ځکه لا تر اوسه بریتانوي حکومت د کرونا د رغېدلو کسانو شمېر نه دی په نښه کړی .

که څه هم کرونا وبا د نړۍ غریب او مالداره هیوادونه ځپلي دي ؛ خو اوس وېره د نړۍ پر غریبو هیوادونو را ولاړه شوې ده چې ښايي په غریبو هیوادونو کې کرونا وایرس زیات تلفات واړوي‌

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.