fbpx

افغانستان کې د (یوناما) ماموریت یو کال نور هم وغځول شو

خبریال وېبپاڼه / ۱۸ سپتمبر ۲۰۱۹ – د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د یوناما ماموریت د یو کال لپاره نور هم وغځاوه.

د راپورونو له مخې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې تېره ورځ په افغانستان کې د یوناما د ماموریت د غځولو پر سر اختلافات رامنځ ته شوي وو، خو تر ژور بحثونو وروسته پرېکړه وشوه، چې یوناما به د یو کال لپاره نور هم په افغانستان کې خپل ماموریت ترسره کوي.

امنیت شورا په دې بحث کې سپارښتنه کړې چې د یو کال لپاره به نور هم یوناما یا د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر به په افغانستان کې د سولې، ټاکنو، ثبات او بشري مرستو په برخه کې خپل فعالیتونه ترسره کوي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا دغه راز ویلي چې دوی په افغانستان کې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د خبرو ملاتړ کوي او له ښکېلو لورو یې د مذاکراتو د پيل او د جګړې د پای غوښتنه کړې ده.

دوی وايي، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې ډېرې اړینې دي او د افغانستان ستونزه یوازې د افغانانو په خپلمنځي مذکراتو هوارېدلای شي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی تادامیچي یاماموتو هم ډیری وخت د افغانستان پر وضعیت خبرې کوي هغه په خپلو وروستیو څرګندونو کې د افغانستان د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو په اړه وویل«د ملګرو ملتونو سازمان د پراخه ټاکنو د ترسراوي لپاره د ټاکنو د خپلواک کمېسیون، شکایتونو کمېسون، امنیتي بنسټونو او همدارنګه د نوماندانو او په ځانګړې توګه د رای ورکوونکو له هڅو په بشپړه توګه ملاتړ کوي.

نوموړي په افغانستان کې وروستیو حالاتو ته په اشاره هم وویل د افغانستان د دغه اوږده کړکېچ د ختمولو لپاره تر بل هروخت د یوې سیاسي حللارې موندلو ته زیاته اړتیا ده او دې کړکیچ ته باید یوه سیاسي حللار ولټول شي.

یاماموتو زیاتوي، چې د ملګرو ملتونو سازمان چمتو دی، چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ له مذاکراتو ملاتړ وکړي.

ټاکل شوې وه، چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې د هوکړه لیک ترلاسلیک وروسته به د طالبانو او افغان حکومت خپلمنځي خبرې پیلېږي؛ خو دا هرڅه د امریکا ولسمشر ټرمپ په وروستیو څرګندونو سره بدل او په ټپه ودرېدل.

Your SEO optimized title page contents