fbpx

شېن ويليمز: مونږ پوهيږو چې بنګله دېش تر فشار لاندې دی

خبریال وېبپاڼه / ۱۸ سپټمبر ۲۰۱۹ – په روان درې اړخیز شل اوریز سيريز کې دواړو لوبډلو افغانستان او بنګله دېش يوه،يوه بریا خپله کړي ده،خو زمبابوې تراوسه کومه سيالي نه ده ګټلې او د بري په لټه کې ده.

د يادې لوبډلې الروانډر شېن ويلیمز وايي مونږ په دې خبر پوهيږو چې بنګله دېش تر زيات فشار لاندې ده، نوموړي وويل که چيرې مونږ په هغو برخو چې اړتیا وي، کار وکړو د بنګله دېش خلاف بریا خپلولی شو.

ويلیمز وويل: (( لکه ما چې وويل که چيرې مونږ په اړينو برخو کار وکړو، هر څه زمونږ په ګټه تماميدلی شي. دوی تر زیات فشار لاندې دي، په دې مونږ خبر يو، خو بیا هم خبره بیرته مونږ ته راجع کيږي چې په اساسي برخو باید کار وکړو.))

ويلیمز وويل چې بنګله دېش ډیره پياوړي لوبډله ده او ډير تجربه کاره لوبغاړي لري.خو شل اوريزې داسې لوبې دي چې د هر چا په ګټه کيدلای شي.

(( زما په نظر چې بنګله دېش يوه پياوړي لوبډله ده، زیاتره تجربه کاره لوبغاړي له ځان سره لري، د دوی کلب لېول او کورني کریکټ جوړښت ډیر ښه روان دی شل اوريزې سیالۍ کيدای شي چې د هرې لوبډلې په ګټه لاړې شي.))

(( تاسې وينئ!، بنګله دېش ډیر ښه لوبغاړي لکه شکيب، مشفيق،محمدالله په څير لوبغاړي لري، دوی ټول ښه لوبغاړي دي، مونږ ورته احترام لرو.))

نوموړي زیاته کړه چې له تيرو لوبو يې ډیر څه زده کړل، هڅه به يې دا وي چې خپلې غلطۍ اصلاح کړو او ښې لوبې وکړو.

(( ګټل ډير مهم دي ښکاره ده چې مونږ له تيرو لوبو ډير څه زده کړل او تيرې شوي غلطۍ تکرار نکړو.او پام په خپلو څيزونو وکړو.))

د يادونې وړ ده چې د درې اړخیز سيريز په لړۍ کې نن مازديګر په پنځو بجو زمبابوې لوبډله د کوربه بنګله دېش سره د سيالۍ ډګر ته ښکته کيږي.زمبابوې په ترسره کړل شوو دوو سيالیو کې یوه لوبه هم نه ده ګټلې. بنګله دېش بیا په دوو ترسره کړل شوو سيالیو کې یوه لوبه ګټلې او بله يې بايللي ده. افغانستان د دوو لوبو په ګټلو سره د جدول په سر کې ځای لري او خپله دریمه او راتلوونکي لوبه به د سپټمبر په شلمه نېټه د زمبابوې خلاف ترسره کړي.

عزيزي

Your SEO optimized title page contents