fbpx

برېښنا شرکت: تر نن ماښامه به برېښنا بېرته وصل شي

خبریال وېبپاڼه / ۱۸ سپټمبر ۲۰۱۹ – د افغانستان برېښنا شرکت د یوې تازه خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې ،نن چهارشنبه ۱۲:۵۵ د بغلان ولایت د حسن تال او ډڼډ شهاب الدین په سیمو کې د برېښنا د ورانو شویو پایو د بیا رغونې کار پیل شوی دی.

خبرپاڼه لیکي چې د کندوز حوزې او غوري برېښنا په سيمو کې هم انجنيرانو ته اجازه ورکړل شوې، ترڅو د برېښنا د تخريب شوو پايو د ترميم لپاره کار وکړي او ژر تر ژره برېښنا بېرته وصل شي.

داسې هم ویل کېږي چې تر نن ماښامه پورې به ١٥٠ ميګاواټه برېښنا په بېړنۍ توګه وصل شي او په اساسي توګه به یاده ستونزه بل وخت حل شي.

د معلوماتو له مخې د اړوند سیمې د قومي مشرانو مخورو په منځګړېتوب دغه ستونزه حل شوې ده چې دا مهال تخنیکي ټیم په سیمه کې په کار بوخت دی څو د برښنا زیانمنې شوې پایې جوړې او وارداتي برښنا بیرته له پلازمینې او اړوندو ولایتونو سره ونښلوي.

د افغانستان برېښنا شرکت څو ورځې وړاندې خبر ورکړی وو چې وسله والو طالبانو په کندوز او بغلان ولایتونو کې د ازبکستان او تاجکستان څخه د راغلې د وارداتي برېښنا پایي په ماینونو الوځولي دي.

د معلوماتو له مخې دغه پایي د کندوز په عسقلان او د بغلان په ډنډ شهاب الدین او حسن تال سیمو کې طالبانو له منځه وړي دي چې په دې سره د کابل، ننګرهار، لغمان، لوګر، پکتیا، پروان، پنجشېر، کاپیسا، غزني او میدان وردګو ولایتونو برېښنا په مکمل ډول قطع شوې ده.

دا مهال د یوولسو ولایتونو په دولتي او شخصي ادارو، عامه تاسیساتو، کورونو، دوکانونو، موسساتو او صنعتي پارکونو برېښنا پرې شوې ده چې خلک یې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

د برېښنا شرکت وړاندې هم ویلي وو، چې دوی دا پایي ژر رغولې، خو وسله الو طالبانو یې مخالفت کاوه .

وسله واله طالبانو تر اوسه ددغه برېښنا د پرې کېدو په اړه څه نه دي ویلي، خو حکومتي چارواکي د برېښنا پرې کول ددغه ډلې کار بولي. طالبانو تر دې وړاندې په ځلونو د عامه تاسیساتو د ساتنې ژمنه هم کړې ده .

دا لومړی ځل نه دی چې وسله وال طالبان او نورې وسله والې ډلې د برېښنا پایي په ماینونو الوځوي، بلکې تر دې وړاندې هم وسله والو د افغانستان له شمالي ګاونډیو هېوادونو څخه د وارداتي برېښنا په پایو څو ځلې بریدونه کړي او عام خلک یې د برېښنا له نعمت څخه بې برخې کړي دي.