fbpx

جګړه او سوله؛ بې پایلې ډیپلوماسي او ورک راتلونکی

لیکوال: محمد عمر”کمال”
ژباړن: محمدآغا “ابراهیم خیل”

خبریال وېبپاڼه / ۱۸ سپټمبر ۲۰۱۹ – امریکا په ۲۰۰۱م کال د القاعده شبکې پر مورچلو باندې نظامي بریدونه په افغانستان کې پیل کړل او د طالبانو د رژیم له منځه وړلو لپاره یې د خپل تاریخ د یوې اوږد مهاله جګړې کلي په لاس واخیسته جورج بوش په دې آند وو چې امریکا د خپل ځان د دفاع لپاره افغانستان ته راننوته او د القاعده شبکې او د دوی د پلویانو(طالبانو) ځالې به له منځه یوسي. او د یو مؤقت حکومت په جوړولو سره به خپل جنګي مآموریت ته د پای ټکی کېږدي، په افغانستان یې د یرغل امر صادر کړ. بوش به همدا یوه خبره کوله “یا له مونږ سره اوسئ یا زمونږ خلاف” ان تر دې چې نړۍ یې له یو ډول ستونزو سره مخ کړه او حتی نړېوالې ټولنې سره نور واک پاتې نشو. د امریکا جګړیزه تګلاره په افغانستان کې بریالۍ نه وه. او دا ټولو ته لکه لمر روښانه ده. امریکا د افغانستان ټوله جغرافیه له طالبانو څخه پاکه نکړه او یوازې د کابل او شاوخوا سیمې یې تر سترګو لاندې کړې.

طالبان کله چې په دې وپوهېدل چې له امریکا سره د جګړې توان نلري د لنډې مودې لپاره پر شا ولاړل تر څو مالي مرستې را ټولې او نظامي ځواکونه وروزي.
هغه وخت کې له طالبانو سره ډیپلوماسي اصلآ د امریکا اراده نه وه، او نوی جوړ شوی حکومت هم د دې جوګه نه وو چې ټول هېواد دې تر کنترول لاندې ونیسي. امریکایان په دې باور وو چې طالبان نور له یو بل سره شیندل شوي او نور به په دې و نه توانېږي چې په پراخ ډول جنګیالي وروزي او د بهرنیو ځواکونو خلاف یې په افغانستان کې د جګړې ډګر ته وباسي، له همدې کبله امریکا ډاډمنه وه او تر ۲۰۰۵م کال پورې اصلآ طالبان داسې یوه ډله نه ګڼله چې ګواکې د افغانستان او د افغانستان د خلکو امنیت ته ګواښ و اوسي. که چېرته امریکا په هاغه وخت کې له طالبانو سره د سولې مذاکرات ترسره کړي وای چېرته چې د طالبانو څو تنه استازي په هغه وخت کې په قندهار کې اوسېدل اوس به د سولې مذاکراتو پایله مثبته وه. خو امریکا په نظامي عملیاتو ټینګار کاوه او له ډیپلوماسۍ څخه یې کار وانخیست او همدا سبب شو چې طالبان بیا یوه ځواکمنه ډله جوړه شوه.

د طالبانو نوې موخې له بهرنیو ځواکونو سره جګړه ده چې د اشغال په نوم یې نوموي او د افغانستان حکومت هم دوا ته غواړي چې د کابل اداره یا د مزدور حکومت نوم یې ورکړی دئ.
د امریکا وعده ملت جوړوونه نه وه او نه اوس ده. دا سمه ده چې امریکا ډېر نظامي لګښتونه، بې حسابه مالي مرستې له نړیوالې ټولنې سره یوځای د افغانستان د بیا رغوونې په برخه، ضرفیت جوړوونې او د پوځي ځواکونو په پیاوړي کولو کې رغنده رول و لوباوه. خو هیڅ کله یې هم د ملت جوړوونې لپاره کار ونکړ. ټرمپ په وار، وار سره دا خبره کړې چې”مونږ دلته د ملت جوړوونې لپاره نه یو راغلي” او دا ادعا په ثبوت هم رسېدلې.!
پوښتنه دا ده! ولې امریکایانو په دې سربېره چې کولای شوای کلونه مخکې له طالبانو سره د سولې لپاره د مذاکراتو پر مېز کېني، دې پروسې ته حاضر نشول، اوس د ځینو وګړو په غوښتنه مذاکراتو ته کېناستل او یو ناڅاپي یې مذاکرات بېرته ودرول.؟
کېدای شي دا د بوش، اوباما او ټرمپ د بهرني سیاست ځانګړتیا پورې تړاو ولري.
د بوش کوښښ دا وه چې زیاتره شخړې د نظامي سیاست له لارې حل کړي، پر عراق باندې برید د دې ښکارندوي شو چې ښایي ښاغلی بوش د شخړو او ستونزو په اوارولو کې ډیپلوماسۍ سره مینه او دلچسپی نلري. د عراق جګړه د دې سبب شوه تر څو افغانستان نور د امریکا له نظره ولوېږي او د امریکا ټول تمرکز عراق خواته واوړي. دې وخت کې طالبانو بیا د بریا په آیینه کې خپل ځان ولید.
د افغان حکومت کم ظرفیت، له دیپلوماسۍ څخه د دې سترې غمیزې د اوارولو لپاره کار نه اخیستل، د طالبانو تازه جوړو شوو پټڼځایونو ته د امریکایي ځواکونو نه پاملرنه، ملا ماتوونکی او ټول په بهرنیو مرستو سمبال اقتصاد. او دې ته ورته نورو مسایلو په هېواد کې جګړه تازه او اوږده کړه.
د هر کال په تېرېدو سره طالبان پیاوړي شول، بهرني ځواکونه د اوباما په دوره کې جوپه، جوپه ډېرېدل جګړې زور واخیست. په ۲۰۱۴م کال کې د ناټو پرېکنده ماموریت په افغانستان کې پای ته ورسېد هغوي وعده وسپارله چې افغان پوځ سره به د ښوونې، مشوره ورکولو او سمبالولو په برخه کې مرستې روانې ساتي. امریکا هم د هوایي بریدونو په برخه کې له افغان هوایی ځواکونو سره خپله ملتیا اعلان کړه او اوس هم ورسره مرسته کوي.
د ډونالډ ټرمپ حکومت منځته راغی، دا چې ټرمپ د جګړې خوښوونکی نه وو. نو د افغانستان د سولې مذاکراتو لپاره موقع برابره شوه. طالبان له یوې ترهګریزې ډلې څخه چې په ۲۰۰۱م کال کې امریکا د دوي له منځه وړلو لپاره افغانستان ته راغلې وه، اوس د حکومت خلاف په یو سیاسي جریان بدل شول.
قطر په پلازمېنې دوحه کې طالبانو او امریکا ته د سولې د خبرو اترو لپاره سیاسي دفتر ورکړ او د مذاکراتو موقع یې برابره کړه. طالبان د افغانستان اسلامي امارت تر نوم لاندې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د نېټې په مالومولو ټنګار وکړ.
که څه هم طالبان دې ته راضي شوي وو چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو نېټه اعلان شي له افغان حکومت سره مزاکراتو ته حاضرېږي.

په یو ناڅاپۍ هر څه ګډوډ شول او دا لړۍ د ناکامۍ تر سرحده ورسېده.ډېرو کسانو به امریکا د طالبانو په پلوئ تورنوله، مقابل لوري ته طالبانو له خپل نرم او سخت ځواک او زیرکتیا څخه په یوه وخت ګټه واخیسته نه داچې طالبانو ته نور د تروریست په سترګه و نه کتل شول، بلکه ډېرئ هېوادونو له دوی څخه تود هرکلی وکړ او په رسمیت یې وپېژندل. اوس دوی شول د مذاکراتو اصلي اړخ. چې د سولې مذاکرات له دوی سره په اولویت بدل شول.
طالبانو د دې لپاره چې د سولې په روانو خبرو کې امتیاز تر لاسه کړي په ښارونو او ملکي وګړو بریدونو ته زور ورکړ، بله خوا افغان حکومت له کورني بن بست سره لاس او ګرېوان دی. او د جوزا له لومړۍ نېټې څخه وروسته خپله نوماندان هم د اوسني ملي وحدت حکومت کار غیر قانوني بولي.
دې اوضاع ته په کتو سره ویلی شو چې ورک راتلونکی د افغانستان په تمه ده. اوس یو څو پوښتنې رامنځته شوي چې تر اوسه بې ځوابه پاتې دي.
ولې د سولې مذاکرات شروع شول چې بېرته ودرول شول؟ سوله په کم وخت کې لاسته راځي؟
څوک زمونږ د راتلونکي په اړه پرېکون کوي؟ په کوم قیمت سوله راځي؟ آیا مونږ یوې اوږد مهاله جګړې ته چمتو یو؟ او….
سوله د هر افغان غوښتنه ده، او امنیت د هر افغان لومړیتوب دی چې نه یې لرو؛ اوس چې د سولې خبرې د یو امریکایي سرتیري د وژل کېدو په خاطر ودرول شوې مسئله نوره هم پېچلې شوه، مونږ افغانانو ته په کار ده چې خپله یوه داسې تګلاره وګورو چې د با عزته سولې لپاره یو روښانه څرک و اوسي. د یو قانوني حکومت منځته راتلل د ټولټاکنو له لارې کولای شي مونږ له شته ستونزو وژغوري.