fbpx

هندي وزیر: کشمیر زموږ برخه ده یوه ورځ به یې تر خپل واک لاندې راولو

خبریال وېبپاڼه / ۱۸ سپټمبر ۲۰۱۹ – د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس جي شنکر دعوه کړې ده چې د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر خاوره هم د هند ده او وایي، تمه لري یوه ورځ به پر دې خاوره هم خپل واک تر لاسه کړي.

یاد وزیر زیاته کړې، د کشمیر پر ډېره برخه دوی واکمن دي او یواځې یوه وړه برخه یې د پاکستان تر ولکې لاندې ده چې په وینا یې یوه ورځ به هغه هم تر خپل واک لاندې راولي.

نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې څو ورځې وړاندې د هند د پوځ مشر جنرال روات هم ویلي وو، هندي پوځ چمتو دی څو د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر هم ازاد کړي او پخپله خاوره یې ورګډ کړي.

هغه وخت د هند د پوځ مشر جنرال روات په یوې مرکه کې ويلي وو، د دوی بل ګام به د پاکستان نه د کشمير خلاصول وي، نوموړي ويلي د هند حکومت چې هر وخت پوځ ته امر وکړي، دوی يې عملي ګامونو پورته کولو ته تيار دي.

د کشمیر پرسر د هند او پاکستان ترمنځ کړکیچ وروسته له هغه زور واخېست، چې د هند دولت د اساسي قانون ۳۷۰ ماده، چې له مخې یې کشمیر او جمو ځانګړې خودمختاري درلوده، لغوه کړه.

د پاکستان او هند ترمنځ کړکیچ ان تر دې رسېدلی دی چې څو ورځې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شامحمود قریشي ویلي وو، ښايي د کشمیر اوسنی وضعیت د هند او پاکستان ترمنځ د تصادفي جګړې سبب شي.

بلخوا نن د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي، د کشمیر په لانجمنه سیمه کې روان وضعیت کولی شي د دوو اټومي ځواکونو جګړې ته لار پرانیزي.

د تلګراف ورځپاڼې د راپور په حواله، عمران خان دغه راز ویلي، دی د جګړې سخت مخالف دی خو په وینا یې کله چې تاوتریخوالی اوج ته رسېږي نو د دوو اټومي وسلو لرونکو هېوادونو ترمنځ د اټومي جګړې امکان هم نشي ردېدلی.

خو هند هم د تېر په څېر دغه مسئله یوه داخلي مسئله وبلله او ویلي دي، چې پاکستان په دې برخه کې هېڅ موضعي دريځ او ځای نه لري.

هندي چارواکي وایي، چې پاکستان له دې مسئلې څخه د مرزي تروریزم د ترویج او فعالولو لپاره استفاده کوي او د پاکستان له لوري د جمو او کشمیر د مسئلې له نړیوالو کولو سره مخالفت کوي.

Your SEO optimized title page contents