fbpx

دوه افغان لوبغاړي د بریسبن هېټ لوبډلې سره يو ځای شول

خبربال وېبپاڼه/ ۱۸ سپټمبر ۲۰۱۹ – د اسټراليا کورنیو بيګ باش سيالیو پياوړې لوبډلې بريسبن هېټ تاييد کړې چې د راتلوونکي بيګ باش سيزن لپاره يې مجيب ځدراڼ ته يو ځل بیا پخپله لوبډله کې ځای ورکړی دی.

مجيب ځدراڼ په تير بيګ باش موسم کې په زړه پورې سياليو په ترسره کولو سره د خلکو سترګې ځان ته را اړولي وې. نوموړي د هغه موسم پړاو کې ټولټال دوولس ويکټې په ۶،۰۴ اوسط سره ترلاسه کړي وې. د نوموړي غوره توپ اچونه په ۱۶ منډو بدل کې د درې لوبغاړو سوځول وو.

بريسبن هېټ لوبډلې همداشان اعلان وکړ، چې د افغان ورو توپ اچوونکي مجیب ځدراڼ تر څنګ يې بل افغان ورو توپ اچوونکي او چينامېن بالر ظاهرخان سره هم په لومړي ځل په بيګ باش سيالیو کې د لوبيدو تړون کړی.

دواړو افغان جوړه لوبغاړي به په راتلوونکي بیګ باش سیالیو کې په يوه لوبډله کې ولوبیږي او دا به لومړۍ ځل وي چې دوه افغان لوبغاړي د بيګ باش سيالیو په يوه لوبډله کې لوبيږي.

ظاهرخان چپ لاسی ورو توپ اچوونکی دی، نوموړي ته په دې وروستیو کې د بنګله دېش خلاف په ټيسټ لوبه کې هم ځای ورکړل شوی و، او د افغان لوبډلې په بریا کې يې مهم رول ادا کړئ و.

شل کلن ظاهرخان اوسمهال د ويسټ انډیز په کورنيو سيالیو کې د جاميکا تالاواز لوبډلې په ګټه لوبې کوي. نوموړی له دې وړاندې تير کال د انګلستان په ويټاليټی بلاسټ سيالیو کې هم لوبې ترسره کړې او دغه شان تير کال د هندوستان پریمیر ليګ سيالیو کې د راجستان لوبډلې لخوا واخيستل شو، خو بدبختانه چې د ټپونو له کبله د يادو سيالیو بهر شو.

ظاهرخان او مجيب ځدراڼ چې دواړه سره نږدې ملګري هم دي، په بيګ باش سيالیو کې په اخيستو سره يې خوښۍ څرګندې کړي دي او ويلي يې دي چې دا ځلې به خپله لوبډله تر اتلوالۍ رسوي.

مجيب ځدراڼ وويل: (( کله چې ما تير کال په لومړي ځل د بريسبن هېټ لوبډلې لپاره لوبې ترسره کړې، ډير خوند مې ترې واخيست. زما غوښتنه همدا وه، که فرصت برابر شو چې بیا ورته راستون شم. دوی ډير ښه لوبغاړي دي، په دې هيله یو چې دا ځلې يې فاينل ته ورسوو.))

ظاهرخان بیا وويل چې د بيګ باش سيالیو په اړه يې ډير څه اوريدلي دي او په دې خوښ دی چې بريسبن سره يو ځای کيږي.

(( دا زما لپاره خاص د خوښۍ ځای دی چې د هغې لوبډلې سره يو ځای کيږم،چې تير کال زما ښه ملګري مجیب ځدراڼ د هغې لپاره لوبې ترسره کړې. نوموړي ماته د بریسبن لوبډلې په اړه ډیر څه وويل، نو زه هم دغو چيلینجونو ته آماده یم.))

د بریسبن هېټ لوبډلې روزونکي دارن لهمن د دوو افغان جوړو په يو ځای کيدو خوښي ښکاره کړه.

هغه وایي (( د بيګ باش نوو قوانینو مونږ ته دا فرصت راکړ، چې لوبغاړو سره له نږدې کار او خپل پلانونو مخ ته وغځوو. مونږ ډیر خوښ شو چې دوی دواړه زمونږ سره يو ځای شول. زما په خيال نړيوال کريکټ ډګر ته د افغانستان لوبډلې راوتل يو ښه خبر دی. دا ډیر د خوښۍ خبره دی چې د مجيب او ظاهرخان په څېر لوبغاړي د خپل هيواد په استازيتوب او همداشان په نورو خارجي لیګونو کې لوبيږي او خپل سکېل او مهارت ښيي.

لهمن چې په اشيز سيريز کې يې د مبصر په توګه دنده اجرا کوله روانه اوونۍ بيرته اسټرالیا ته ستون شوی او هلته له خپلې لوبډلې سره يو ځای شوی دی.

د يادونې وړ ده چې د اسټراليا بیګ باش نهم پړاو سيالۍ به د راتلوونکي ډسمبر میاشتې په اوولسمه نېټه پيل چې د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په اتمه نېټه به پای ته وراسيږي.

عزيزالله عزیزي